منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۴ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هلمند مسوولين له خبريالانو سره معلومات نه شريکوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ١٣ غويى ٩٤): نن په افغانستان او ټوله نړۍ کې په داسې حال کې د رسنيو د ازادۍ ورځ نمانځل کېږي چې د هلمند ولايت مسوولين له خبريالانو سره د معلوماتو په شريکولو کې همکاري نه کوي.

د مى درېيمه چې د غويي مياشتې درېيمې نېټې سره سمون خوري، د ملګرو متلونو له خوا د رسنيو د ازادۍ د ورځې په توګه ټاکل شوى دى.

د هلمند ځايي خبريالانو د غويي په ١٣مه په دې مناسبت د يوې غونډې په ترڅ کې د دغه ولايت پر ځايي مسوولينو تور پورې کړ چې له دوی څخه معلومات پټوي.

په دغه ولايت کې د اريانا تلوېزيون خبريال غونډې ته وويل چې درې مياشتې وړاندې په هلمند کې د ذوالفقار په نوم د طالبانو د ځپلو په موخه عمليات پيل شول خو د دغو عملياتو تر پاى ته رسېدو پورې ځايي امنيتي او ملکي مسوولينو خبريالانو ته د عملياتو په اړه معلومات نه ورکول.

هغه زياتوي، اوس هم هره ورځ امنيتي پېښې رامنځته کېږي، خو امنيتي مسوولينو رسنيو ته د معلوماتو پر ورکولو بنديز لګولى او غواړي په دې توګه خپلې نيمګړتياوې پټې کړي.

په هلمند ولايت کې د ازادۍ را ډيو خبريال محمدالياس داعي هم وايي چې مسوولين په خپلو شخصي کارونو اخته دي او په ور سپارل شوو چارو کې پاتې راغلي چې له همدې امله له خبريالانو حقايق پټوي.

ده زياته کړه: ((دلته د بيان او رسنيو تش په نوم ازادي ده د دولت وسله وال مخالفين وخت په وخت له خپل لوري مالومات رسنيوته لېږي ، خو امنيتي مسولين بيا ځانونه نا خبره چې له دې سره خبريالان له فشارونو سره مخ کېږي.))

نوموړی وايي، همدا اوس مهال چې د ګرشک د نهرسراج په سيمه کې عمليات روان دي او له پيله يوه اوونۍ کېږي ، خو دوی يې په اړه معلومات نه لري.

د شمشاد تلوېزيون خبريال سردار محمد سروري پژواک ته وويل چې خبريالان د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا تر فشارونو لاندې دي.

د هغه په وينا، ځايي مسوولين دا پلمه کوي چې پر دوی له مرکز څخه بنديز لګېدلی په داسې حال کې چې له مرکز څخه دغه ستونزه هواره شوې او دوی خپلې کمزورتياوې پټوي.

نوموړي وويل چې د هېواد اساسي قانون رسنيو ته د احق ورکړى او بل دا چې ولسمشر هم معلوماتو ته د لاسرسي قانون توشېح کړى دى.

نوموړي غوښته وکړه څو دغه ستونزه هواره او لاسته راوړنې دې وساتل شي چې په تېرو ۱۴ کلونو کې دولت په همدې برخه کې په لاس راوړي او مسوولين دې د بيان د ازادۍ احترام وکړي.

په ياده غونډه کې خبريالانو ګواښ وکړ، که چېرې دولت ورسره په دې برخه کې مرسته ونه کړي، نو دوى به هم د دولت د مثبتو خبرونو له خپرولو ډډه وکړي.

پژواک وهڅه وکړه چې په دغه ولايت د هلمند د ولايت نظر واخلي، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور