اسعداباد (پژواک، ١٣ غويى ٩٤): د کونړ ديني عالمانود يوې غونډې په ترڅ کې له افغان ملي امنيتي ځواکونو خپل ملاتړ اعلان کړ.
دغه غونډه چې د غويي په ١٣مه د ولايت په مرکز اسعداباد ښار کې جوړه شوې وه، په کې لسګونو ديني عالمانو او ځايي خلکو برخه اخيستې وه.
د کونړ د عالمانو شورا مشر مولوي عبدالرحمن غونډې ته په خپلو خبروکې وويل: ((موږ د کونړ ټول ديني عالمان د خپلو امنيتي ځواکونونه په بشپړه توګه ملاتړ کوو.))
هغه زياته کړه چې ملي ځواکونه د دې خاورې اصلي بچيان دي او له خپلې خاورې ساتنه کوي .
ده له ټولو عالمانو او قومي مشرانو په کلکه غوښتنه وکړه چې له خپلو ځواکونو ملاتړ وکړي.
مولوي عبدالرحمن وويل: ((اوس موږ د يوه اسلامي نظامي خاوندان يو او د دغه نظام ستنې همدا امنيتي ځواکونه دي.))
د دغه ولايت يوه بل ديني عالم مولوي نجيب الله حقيار بيا وويل چې د دغه هېواد د ازادۍ لپاره تر بل هر چا ډېر عالمانو قرباني ورکړې ده.
هغه زياته کړه: ((د دغه نظام ساتنې لپاره امنيتي ځواکونو ته اړتيا لرو، موږ بايد د خپلو امنيتي ځواکونو داسې ساتنه او ملاتړ وکړو چې د خپلو اولادونو کوو.))
نوموړي وويل چې د ګاونډيو هېوادونو استخباراتي شبکې دې نور افغانان پرېږدي چې د يوه نظام او قوي ځواکونو خاوندان شي او افغانان دې په امن او سوله کې ژوند وکړي.
حقيار زياته کړه چې په افغانستان کې د ناسمو ديني تبليغاتو له امله نا امني روانه ده.
مولوي ضياء الرحمن وايي چې د افغانستان خلک ټول مسلمانان دي او د هېواد درې ګونې امنيتي قواوې (ملي پوځ، ملي پوليس او ملي امنيت) له همدې خلکو څخه جوړه شوې ده.
هغه زياته کړه: ((موږ ته دې څوک اسلام نه راښيي په اصل کې موږ دوى ته اسلام ښودلى دى.))
د مولوي ضياء الرحمن په وينا، هېڅوک د دې حق نه لري چې له شرعي محکمې پرته په صحرايي محکمو کې د خلکو د وژلوامر ورکړي، د صحرايي محکمو پرېکړې غير اسلامي دي.
د کونړ سرپرست والي شجاع الملک جلاله يادې غونډې ته د وينا پر مهال له ټولو ديني عالمانو مننه وکړه چې له خپلو امنيتي ځواکونو يې ملاتړ وکړ.
هغه زياته کړه چې د هېواد د ملي امنيتي ځواکونو ټول سرتېري او افسران د دې خاوري بچيان دي نو لازمه ده چې د دې خاورې د بچيانو ملاتړ وشي.
د غونډې په پاى کې د عالمانو پرېکړه ليک ولوست شو چې په کې د هېواد له ملي ځواکونو بشپړ ملاتړ شوى دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










