کابل (پژواک، ١٦غويى ٩٤): ولسمشر اشرف غني وايي چې له دې وروسته بايد ديني عالمانو ته په دولتي تشکيل کې د اجير د کلمې له استعمال څخه ډډه وشي او هغوی د رسمي مامورينو په توګه په کار وګومارل شي .
دغه څرګندونې له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې شوې دي.
سرچينه وايي چې د حج او اوقافو وزير فيض محمد عثماني، د دغه وزارت د لومړيو سلو ورځو د کاري پلان مسوده نن له ولسمشر محمد اشرف غني سره شريکه کړه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر په هېواد کې د جوماتونو د حالت په ښه والي باندې د ټينګار په ترڅ کې وويل، د حج او اوقافو وزارت بايد داسې منظم پروګرامونه او پلانونه جوړکړي چې له مخې يې د جوماتونو او مقدسو اماکنو په حالت کې ښه والی رامنځته او د ارګ او جومات ترمنځ واټن له منځه لاړ شي.
ولسمشر څرګنده کړه چې د تاريخ په اوږدو کې افغانستان د اسلامي فکر په ترويج کې ځانګړی مقام درلود، د حج او اوقافو وزارت بايد هڅه وکړي چې افغانستان بېرته دغه مقام خپل کړي.
ولسمشرغني اهل عرفان ته په پاملرنه د ټينګار ترڅنګ وويل، د حج او اوقافو وزارت مکلفيت لري چې ټول اوقاف ثبت او راجستر کړي،د هغو ساتنه او څارنه وکړي او ټول غصب شوي اوقاف بېرته ترلاسه کړي.
هغه زياته کړه چې ديني عالمان د ټولنې لارښوونکي دي، له دې وروسته بايد ديني عالمانو ته په دولتي تشکيل کې د اجير د کلمې له استعمال څخه ډډه وشي او هغوی د رسمي مامورينو په توګه په کار وګومارل شي .
ولسمشر د فرضي حج او عمرې د اداکولو لپاره سعودي عربستان ته د افغان حاجيانو د لېږلو په پروسه کې د اسانتياوو په رامنځته کولو باندې د ټينګار په ترڅ کې وويل، د حج او اوقافو وزارت دې د حج د چارو پر لا ښه تنظيم تمرکز وکړي او داسې لارې چارې دې ولټوي چې په ايران او پاکستان کې افغان کډوالو ته هم د حج ونډه ورکړل شي.
هغه وايي چې د حج او اوقافو وزارت بايد له هر ډول فساد څخه پاک وزارت وي او ټولې چارې يې په پوره شفافيت سره ترسره او ولس ته حساب ورکوونکی و اوسي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










