منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۵ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

مزار شريف کې د بيان د ازادي او خبريالانو د امنيت په اړه غونډه وشوه

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۲ کتنې

مزارشريف (پژواک، ١٧ غويى ۹۴): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د دولتي او امنيتي ارګانونو د مطبوعاتو د مسوولينو او د خبريالانو تر منځ د بيان ازادي او د خبريالانو امنيت په تړاو غونډه وشوه.

دغه ناسته د غويي په ۱۷مه په مزارشريف ښار کې د شمال زون د خبريالانو ټولنې له خوا د يوناما په مالي ملاتړ ترسره شوه چې د رسنيزو مرکزونو د مسوولينو، د شمال زون د بېلابېلو ولايتونو خبريالانو او د مدني ټولنې د فعالينو تر څنګ په کې د بلخ د امنيتي او دولتي ارګانونو د مطبوعاتو مسوولينو هم برخه اخيستې وه.

د يادې ناستې په اوږدو کې چې د خبريالانو او د دولتي او امنيتي ارګانونو د مطبوعاتو د مسوولينو تر منځ په کې ګردى مېز هم جوړ شو، په پای کې يې د شمال زون ځيني خبريالان د ښو خدمتونو په موخه د شمال زون د خبريالانو د ټولنې له خوا په ستاينليکونه ونازول شول.

د شمال زون د خبريالانو د ټولنې مرستيال ذبيح الله احساس د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، لا هم په شمال زون کې د امنيتي او دولتي ارګانونو او خبريالانو تر منځ ستونزې شته دي.

نوموړي زياته کړه چې په بلخ ولايت کې خبريالانو اړينو خبري معلوماتو ته په ټاکلي وخت لاسرسى نه شي پيدا کولی او د شمال زون په پاتې څلورو ولايتونو کې د شته خنډ تر څنګ له امنيتي ستونزو سره هم مخ دي.

د هغه په وينا، په روان کال کې په شمال زون کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي اووه پېښې له دوی سره ثبت شوي، چې څلور په سرپل، دوه په فارياب او يوه جوزجان ولايت کې ده.

د طلوع تلويزون خبريالان عارف موسوي چې په ګردي مېز کې يې برخه اخيستې وه، وويل، که څه هم په بلخ ولايت کې د شمال زون د نورو ولايتونو په پرتله رسنيز فعاليتونه او کاري اسانتياوې ډېرې دي؛ خو ځينو شته ستونزو ته يې هم اشارې وکړې.

نوموړي زياته کړه، په بلخ ولايت کې خبريالان په عادي موضوعاتو باندې په اسانه راپور جوړولی شي؛ خو له دغو موضوعاتو لږ اخوا د جوړېدونکي راپور په اوږدو له ستونزو سره مخ کېږي.

هغه د بېلګې په توګه وويل، که چېرې په روضه کې د جوړېدونکي جومات په دې اړخ راپور جوړوي، چې څومره خلکو ته اسانتيا برابرېږي، نو اسانه چاره ده؛ خو که چېرې په دې اړخ راپور جوړولو ته نيت وکړي، چې د دغه جومات په جوړېدو کې به څومره پيسې غلا شوې وي، نو د معلوماتو د نه شريکېدو له ستونزو سره به مخ شي.

همداراز په شمال زون کې د خبريالانو د خونديتوب د ټولنې استازي لطيف سهاک، چې د يادې ناستې په ګردي مېز کې يې برخه لرله، وويل، چې خبريالان په عمومي توګه له هراړخيزو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي زياته کړه، چې ډېری وخت خبريالان د حکومتي چارواکو له خوا له ستونزو سره مخ کېږي، چې بايد دولت ورته پاملرنه وکړي.

د بلخ ولايت مقام د مطبوعاتو مسوول منير فرهاد، چې په ګردي مېز کې يې برخه لرله، حکومت ته د وړاندې شويو پوښتنو په ځواب کې يې وويل، چې دوی هر مهال د بېلا بېلو پروګرامونو له لارې هڅه کړې، چې د حکومتي چارواکو او خبريالانو تر منځ واټن کم کړي.

نوموړي زياته کړه، چې په بلخ ولايت کې په مستقيمه توګه د خبريال او د خبريال د کار پر وړاندې هېڅ خنډ نشته؛ خو که په نامريي توګه يو خبريال په خپله خپلې چارې سانسوروي، نو دوی ګرم نه دي.

د بلخ ولايت د امنيې قومندانۍ د مطبوعاتو مسوول شېرجان دراني په ياد ګردي مېز کې وويل چې دوی پرته له ځانګړو امنيتي حالاتو له خبريالانو هېڅ معلومات نه دي سپمولي.

نوموړي زياته کړه: ((هو، په داسې حال کې چې موږ په جګړه کې اخته يو او خبريال زنګ راوهي، چې معلومات راکړه، نو مشکله به وي، چې د جګړې په اوږدو کې دې د روانې جګړې په اړه دقيق معلومات ورکړای شو.))

د بلخ ولايت د مدني ټولنو د همغږۍ د مرکز مسوول استاد حميد صفوت بيا په ځينو برخو کې پر خبريالانو نيوکې وکړې، چې بايد له مسلکي چلند څخه کار واخلي.

نوموړي زياته کړه چې خبريالان بايد له دولتي او امنيتي چارواکو سره ښه ټولنيزه اړيکه ولري، چې له لارې يې د ښو معلوماتو تر لاسه کېدو هڅه وکړي.

د هغه په خبره، که چېرې په ناسمو حالاتو کې له دولتي او امنيتي چارواکو څخه په نامسلکي ډول د معلوماتو غوښتنه کېږي، نو ښه چلند نه دى.

د يادې ناستې په پای کې د بلخ ولايت څلور خبريالان، د سرپل، فارياب او جوزجان ولايتونو يو يو خبريال د شمال زون د خبريالانو د ټولنې له خوا په ستاينليکونو ونازول شول.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور