منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۵ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

فارياب کې د سيمه ييزې موسيقۍ جشن تر سره شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

ميمنه (پژواک، ٨ زمرى ٩٤): "وسله نه لرو چې د افغانانو د دوښمنانو پر وړاندې جګړه وکړو، زموږ وسلې، زموږ دنبرې دي، خلکو ته يې غږوو او روحيه ورکوو، څو هغه غمونه چې د جګړو له امله دوى ته پيدا شوي، هير کړي."

دغه څرګندونې سيمه ييز دنبوره غږونکي او سندرغاړي حاجي همراه مستانه، د فارياب ولايت په مرکز ميمنې ښار کې د سيمه ييزې موسيقۍ د جشن په مراسمو کې څرګندې کړې.

 د جشن په دغو مراسمو کې چې نن د بشرحقونو د خپلواک کميسيون کنفرانس په سالون کې تر سره شول، لسګونه شاعرانو، ليکوالانو، هنروالو او سيمه ييزو سندرغاړو شتون درلود.

 مستانه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو پنځوسو کلونو راهيسې له موسيقۍ سره بوخت دى او په دغه موده کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوى او تر اوسه پورې دولت په ځانګړي ډول د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ورته هيڅ پام نه دى کړى.

هغه زياته کړه چې پانګه نه لري، چې د سيمه ييزې موسيقۍ د ساتنې او ودې لپاره شاگردان وروزي او بيا هم له ډېرو ستونزو سره-سره سندرې وايي او غواړي چې موسيقي د خلکو په زړه کې ځاى خپل کړي او خوند ترې واخلي.

د سيمه ييزې موسيقۍ يوه بل سندرغاړي عطاءالله ايشانزاده وويل، له تېرو شلو کلونو راهيسې يې سندرو ويلو ته مخه کړې او په دغه موده کې د خلکو له لوري ورته ډېر درناوى او هڅول شوى دى.

ايشانزاده، نا امنۍ او د مالي امکاناتو نشتون د سندرغاړو له اصلي ستونزو وبلل او ويې ويل، چې ډېرى سندرغاړي د ميمنې ښار په شا وخوا سيمو کې اوسيږي او ژوند يې په اوسنيو حالاتو کې له خطر سره مخ دى.

هغه له دولت وغوښتل چې دوى ته په ميمنې ښار کې د اوسېدو ځايونه او د کار دفترونه جوړ کړي.

د سندرغاړو سندرې چې تر ډېره په ازبکۍ وې، د ګډونوالو له لوري وستايل شوې او په چکچکو يې بدرګه کړې.

د فارياب  د اطلاعاتو او فرهنګ رييس سيد عبدالرشيد منصوري وويل چې اصلي سيمه ييزه موسيقي له لوېديځي موسيقۍ او په هېواد کې له فرهنګي يرغل څخه اغېزمنه شوې او دغه هنر اوسمهال هېر شوى دى.

منصوري زياته کړه، که چېرې يادې برخې ته پوره پاملرنه ونه شي نو سيمه ييزه اصلي موسيقي به د لوېديځې موسيقۍ تر اغېز لاندې راشي او په بشپړ ډول به هېره او له منځه يوړل شي.

هغه زياته کړه چې د اصيلې سيمه ييزې موسيقۍ د راژوندي کولو لپاره د هنروالو، د اطلاعات او فرهنګ وزارت او نړيوالو بنسټونو مرستو او پاملرنې ته ډېره اړتيا ده.

د فارياب د اطلاعاتو او فرهنګ رييس له يادې جشنوارې څخه د نمانځنې موخه؛ له هنروالو، اصيلي سيمه ييزې موسيقۍ پراختيا، دوى ته د پېژندپاڼو وېشل، په هنري او ټولنيزو فعاليتونو کې  ځوانانو ته ونډه ورکول او ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه په ګوته کړل.

هغه وويل: " کومې پېژندپاڼې چې وېشل کېږي نو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په چوکاټ کې د سيمه ييزو سندرغاړو هويت ثبت کېږي او پر دې سربېره هڅه کوو، چې د دوى شهرت د نورو سندرغاړو تر څنګ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې ثبت شي."

د فارياب د بشرحقونو د خپلواک کميسيون مشر سيد خفيظ الله فطرت له ياد جشن نيونې څخه د خوشالۍ څرګندولو ترڅنګ وويل، بايد ډېره هڅه وشي، څو د هنر اړخونه هم د خپل پرمختګ تر پولو پورې ورسيږي.

فطرت زياته کړه، هر کله چې هنر او فرهنګ پياوړى شي نو د خلکو روح او فکر هم ورسره تازه کېږي چې په پايله کې به د ټولنې په ګټه پرېوځي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور