منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۰ غ.م
۱۰°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د غور بڼوال سړې خونې او مېوو ته بازار غواړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۵ کتنې

فيروزکوه (پژواک، ١١ زمرى ٩٤): د دې تر څنګ چې په غور کې بڼوالي ښه شوې او د مېوو حاصلات هم زيات شوي دي، خو بڼوال يې وايي چې لارې ويجاړي دي، سړې خونې نشته او د مېوو د خرڅلاو مارکېټ هم سوړ دى.

د غور د کرنې او مالدارۍ رياست سږ کال د بڼوالو لپاره ښه بولي او د حاصلاتو په ځانګړې توګه د مڼو له زياتوالي خبر ورکوي او زياتوي چې د پسرلي په موسم کې بارانونه ډېر وو، چې د سيندونو، کاريزونو او چينو اوبه ورسره ډېرې شوې او د بزګرانو او بڼوالو په ګډون نورو خلکو هم ترې ښه ګټه پورته کړه.

د هغه په وينا، د کرنې رياست هڅې د دې لامل شوې څو خلک بڼوالۍ ته مخه کړي او ډېر کسان باغونه جوړ کړي دي.

د غور د کرنې او مالدارۍ سرپرست مشر جمعه خان باختري وايي چې د لومړني اټکل له مخې، په نږدې ١١زرو هکتارو باغونو کې څه باندې ٥٢٠٠ ټنه مڼې، ٣٤٠٠ ټنه زردالو، ٤٨٠ ټنه شفتالو، ٤٢٠ ټنه بهي، ٣٩٠ ټنه بادام او شاوخوا ٩٠٠ ټنه غوزان (چهارمغز) د حاصلاتو وړاندوينه شوې ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر کال له ٩٨٠٠ هکتاره باغونو څخه ٤٣٠٠ ټنه مڼې، ٣٤٠٠ ټنه زردالو، ٤٢٠ ټنه شفتالو، ٤١٥ ټنه بهي، ٣٧٠ ټنه بادام او ٨٦٠ ټنه غوزان (چهارمغز) حاصلات ترلاسه شوي وو چې د سږ کال حاصلات ترې زيات دي.

باختري زياته کړه: "دا چې غور سوړ اقليم لري، د مڼو بڼوالي لپاره مناسب او غوره ځاى دى په ځانګړې توګه ژېړې مڼې ښـه حاصل ورکوي."

د غور د کرنې او مالدارۍ سرپرست رييس وايي چې تېر کال يو کيلو مڼې ٧٠ افغانۍ خرڅې شوې او سږ کال هم هيله لرو چې په همدې نرخ وپلورل شي.

کروندګر له خپلو حاصلاتو خوښ دي.

د غور د مرکز د اهنګرانو کلي اوسېدونکى حبيب الله وايي چې خلکو له بڼوالي څخه ډېره ګټه ترلاسه کړې ده او د هغوى په کلي کې څه باندې ٣٠ باغونه جوړ شوي دي.

دغه باغوان وويل چې د مڼو ٨٠ ونې لري او تېر کال يې ترې ٤٨٠٠ کيلو مڼې حاصل واخيست او له خرڅولو يې ٣٠٠ زره افغانۍ ترلاسه کړې، خو د سږ کال حاصلات يې شاوخوا ٦٤٠٠ کيلوګرامه دي او له پلور څخه به يې ٤٠٠ زره افغانۍ ترلاسه کړي.

هغه زياته کړه: "د زردالو او شفتالو ونې هم لرم چې په دې وروستيو کې مې ترې حاصل واخيست، پخوا خلکو ونې نه ايښودې او په دې ګومان وو چې حاصل نه کوي، خو اوس په غور کې ونې ښه حاصل کوي."

خو يو شمېر نور وايي چې بزګران او د کرنې رياست تر اوسه هم له ستونزو سره مخ دي.

د غور مرکز اوسېدونکي محمد صادق وويل: "موږ پوخ سړک نه لرو، سړې خونې نه لرو چې خپلې مېوې په کې وساتو او زموږ مېوې دومره نه پلورل کېږي."

دغه بڼوال وايي چې کرنه تر اوسه ميکانيزه شوې نه ده څو حاصلات نورو مارکېټونو ته وړاندې شي او د اوبو خړوبولو سيستم د پخوا په څېر دى چې هيله ده د کرنې وزارت دې ستونزې ته لاسرسى وکړي.

د غور کرنې سرپرست رييس دا مني چې تر اوسه په دغه ولايت کې کرنه په دوديز ډول ده او کروندګر اړين امکانات نه لري، خو بيا هم د کرنې رياست د امکاناتو او خلکو ته د عامه پوهاوي ورکولو په ترڅ کې بڼوالي په ځانګړې توګه د مڼو حاصلاتو وده کړې ده.

هغه وويل چې مڼې هرات او کابل او غوزان (چهارمغز) د ګاونډيو هېوادونو په ګډون بهرنيو هېوادونو ته صادرېږي او سره له دې هم د کرنې اداره هڅه کوي چې سړې خونې جوړې کړي او د مېوو لپاره غوره مارکېټ ومومي.

سرچينې زياته کړه: "که دولت جدي پاملرنه وکړي او له بزرګرانو سره مرسته وکړي، څو کاله وروسته به غور د مڼو له ټولو ستر صادروونکى ولايت وي."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه