کابل (پژواک، ١٤ زمرى ٩٤): د «داعش تاريخ، وحشت او راتلونکى» په نوم د کتاب پښتو ژباړه چاپ شوه.
دغه کتاب چې د عبدالباري عطوان په نوم عرب ليکوال ليکلی پښتو ژبې ته حکمت جليل را ژباړلی او د اکسوس کتاب پلورنځي له خوا چاپ او خپور شوى دی.
په دغه کتاب کې چې ۲۷۲ مخونه او ۱۱ څپرکي لري، د داعش ډلې پر رامنځته کېدو، فعاليتونو او تشکيلاتو په تفصيل بحث شوی دی.
ليکوال د کتاب په سريزه کې داعش پر عراق د امريکا د بريد او هلته د مذهبي تاوتريخوالي د رامنځته کولو طبيعي پايله بللې ده.
د يادونې ده چې تر دې مخکې هم د اکسوس کتاب پلورنځي له خوا لسګونه سياسي، اقتصادي، امنيتي او ټولنيز کتابونه چاپ او خپاره شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










