ترينکوټ (پژواک، ١٨ زمرى ٩٤): د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې د ١٢٩ميليونو افغانيو په لګښت د پنځوس بستريز روغتون د رغونې چارې تر شپږ کلن ځنډ وروسته يو ځل بيا پيل شوې.
د اروزګان سرپرست والي امان الله تيموري د دې روغتون د کار د پيل په اړه په جوړې شوې غونډه کې وويل، کوم شرکت چې شپږ کاله وړاندې د دې روغتون د جوړېدو چارې مخ ته وړې، د کافي بوديجې د نشتوالي له امله يې کار په نيمايي کې پريښى و.
ده زياته کړه، دا ځل عامې روغتيا وزارت د دې روغتون د پاتې برخې د جوړېدو لپاره ١٢٩ ميليونه افغانۍ بوديجه ورکړې، چې د ١٨ مياشتو په موده کې به يې د جوړېدو چارې پاى ته ورسېږي.
د هغه په وينا، دا ځل به دغه پنځوس بستريز روغتون په عصري ډول ورغول شي، چې ١٥٠ کاري خونې به ولري.
سرپرست والي وايي، په اروزګان کې اوسمهال يواځې يو ولايتي روغتون شته، چې ټو ملکي او پوځي ناروغان همدې روغتون ته راوړل کېږي، خو د نوي روغتون په جوړېدو سره به په دې برخه کې د اروزګان د خلکو شته ستونزه هواره شي.
د اروزګان اوسېدونکي هم د ياد روغتون د کار په بياځلې پيلېدو خوښ دي، خو اندېښنه لري چې ګوندې يو ځل بيا د دې روغتون چارې په نيمايي کې له خنډ او ځنډ سره مخامخ نه شي.
د نجيب الله په نوم يو تن پژواک اژانس ته وويل، دا ځل بايد دولتي مسوولين د روغتون د جوړولو قراردادي پرې نه ږدي چې وتښتي او د روغتون د جوړېدو چارې په ټپه ودروي.
نوموړي وړانديز وکړ، چې د دې روغتون د جوړېدو چارې دې د ولايت مقام له لوري د يوې کمېټې لوري وڅارل شي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










