منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۹ غ.م
۱۰°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بڼوالۍ محصولاتو راټولولو او تړلو ١٣ مرکزونه ګټې اخيستو ته چمتو شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۸ کتنې

کابل (پژواک ١٨ زمرى ٩٤): د هېواد په شپږو ولايتونو کې د بڼوالۍ د محصولاتو د راټولونې او تړلو ديارلس  مرکزونه، د اسيا پراختيايي بانک د درېيو ميليون ډالرو په مرسته ګټې اخيستو ته سپارل شوي دي.

 د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې له دغو مرکزونو څخه يې يو نن د کرنې وزير اسدالله ضمير له لوري د کابل په ميربچه کوټ ولسوالۍ کې پرانيستل شو او پاتې نور مرکزونه به هم ډېر ژر ګټې اخيستو ته وړاندې شي.

سرچينې ليکلي، چې د پاتې ١٢ مرکزونو له ډلې يې درې مرکزونه په کندهار، درې په هرات، درې په ننګرهار، يو په بلخ او دوه نور يې په کندوز کې د ياد وزارت په اړونده ځمکو باندې جوړ شوي دي.

د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، ياد مرکزونه د تړلو، لمريز وچوونکي، وړوکي زېرمتونونه، د اوبو د پاکولو دستګاوې او د لمريزې برېښنا د توليد د دستګاو اسانتياوې لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې هر مرکز هره ورځ له پنځو څخه تر اوو ټنو محصولاتو د تړلو وړتيا لري او د ميوې د وچولو برخه کولى شي چې هره ورځ ٢٥٠ کيلوګرامه ميوه وچه کړي.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، دغه مرکزونه د زېربنا او مارکېټ پروژو (AMIP) له لوري جوړ شوي او مديريت به يې د بڼوالۍ د کوپراتيفونو له لوري تر سره شي.

په خبرپاڼه کې يادونه شوې چې ټاکل شوې تر راتلونکو دوه مياشتو پورې د پکتيا په ګډون په يادو ولايتونو کې د ورته تړلو شپږ مرکزونه ګټې اخيستو ته وړاندې شي.

سرچينې ليکلي چې د دغو مرکزونو له ډلې يې پر هر يوه ٢٣٣٥٠٠ ډالره لګښت راغلى چې د اسيا پراختيايي بانک له لوري ورکول کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کرهنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تر اوسه پورې له پنځوسو زيات ورته مرکزونه د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې جوړ کړي دي.

 

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه