منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۷ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د تخار ډېرى چاپي رسنۍ له فعاليته لوېدلې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۶۵ کتنې

تالقان (پژواک، ١٨ زمرى ٩٤): د تخار ولايت په مرکز تالقانو کې يو شمېر رسنۍ د مالي ستونزو له امله له چاپه پاتې دي او دفترونه يې تړل شوي دي.

تصویر، نجوا، کانون الګو، احساس، الواک، اګاهي، کوکچه، طلوع آفتاب، دریاچه، عصر، افغانستان نوين، زمر، ګجران او اینه تخارستان هغه ورځپاڼې، اونیزې، میاشتنۍ او مجلې دي چې له تېرې یوې لسیزې راهیسې يې په تخار کې فعاليت کاوه خو په دې وروستيو کې د مالي ستونزو له امله نه چاپېږي.

د تصویر اونیزې مسوول مدیر منیراحمد هدف يوې خبرې ناستې ته وويل چې د ځينو دولتي چارواکو سليقوي چلند او د مالي ستونزو له امله تصوير اونيزه له يوې مياشتې راپه دېخوا له چاپه پاتې ده.

تصوير اونيزه له ٩ کلونو راپه دېخوا په مرکز تالقانو کې چاپېده او يو شمېر ولسواليو ته هم استول کېده خو اوس له چاپه پاتې ده.

هدف زياته کړه: "چاپي رسنیو له لپاره مالي او عایداتي سرچینې ډېرې کمې دي، موسسې، انجيوګانې او دولت په دې برخه کې کار نه کوي، اوس مهال په تخار ولایت کې هېڅ خپلواکه چاپي رسنۍ نه لرو، تصویر اونیزه هم د مالي ستونزو له امله سقوط شوه."

هغه وويل که د رسنیو ملاتړو ادارو او ټولنو د بازارموندنې په برخه کې د لنډمهالو زده کړو له لارې، د چاپي رسنیو د مسوولینو وړتیاوې لوړې کړې واى نو اوس به دغه رسنۍ له سقوط سره نه مخ کېدې.

د ګجران ورځپاڼې مسوول مدیر محمداکبر ګجروال وايي، د رسنیو ملاتړي ادارې چاپي رسنیو ته هېڅ پام نه کوي، په وینا یې چې ټول پام ټلویزیونو او راډیوګانو ته کېږي او په ميلیونونو ډالر مرستې ورسره کوي.

ګجروال وايي چې په تخار ولایت کې تر اوسه هېڅ کومه نا دولتي ادارې له هېڅ چاپي رسنۍ سره مرسته نه ده کړې.

هغه زياته کړه: "ستونزې له دې ځایه پیلېږي چې په دغه ولایت کې ثابت ډونر نشته چې یوه چاپي رسنۍ تر یوه وخته پورې تمویل کړي چې وشي کولی لږ تر لږه د چاپ مصارف یې ورکړي، دغه ډول ډونر هېڅ یوې رسنۍ په تخار کې نه درلوده او موږ یې هم نه لرو."

دا یواځې چاپي رسنۍ نه دي چې له مالي کړکېچ سره مخ شوي او د چاپ چارې یې په ټپه درېدلې دي په دغه ولایت کې یو شمېر انځوریزې او غږیزې رسنۍ هم له مالي ستونزو سره مخ شوې دي.

د سیمایی مهر راډیو او ټلویزیون مشر عتیق الله نظري پژواک ته وويل چې ده او په تخار کې ډېرو رسنيو د مالي ستونزو له امله، خپل ۷۰ سلنه کارکوونکي لرې کړي دي.

اوس مهال په تالقانو ښار کې لس راډیوګانې او پنځه ټلویزیونونه فعالیت کوي.

د نظري په وینا، دغه ښار د دې جوګه نه دی چې دومره رسنیو ته په کې مالي امکانات په لاس ورشي.

نوموړی وايي که د رسنیو ملاتړي ټولنې ورته مالي امکانات پیدا نه کړي، د انځوریزو او غږیزو رسنیو دروازې به هم یو د بل پسې وتړل شي.

په همدې مهال بیا په دغه ولایت کې د خبریالانو ټولنې مشر سید یاسین دهزاد که څه هم د رسنیو ډېرېدل او معیاري کېدل د افغان حکومت له مهمو لاسته راوړنو څخه بولي؛ خو نیوکه کوي چې سیمه ییز حکومت له رسنیو څخه هېڅ ډول ملاتړ نه کوي.

نوموړی د رسنیو له ملاتړو ادارو غواړي چې په دغه ولایت کې دې د رسنیو د سقوط مخه ونیسي.

هغه وويل: "د ملي یووالي د حکومت په جوړېدو سره نړیوالې مرستې هم کمې شوې دي، دولت خو تر دې دمه خصوصي رسنیو سره هېڅ ډول مرستې نه دې کړې."

که څه هم په تخار کې تر دې دمه کومه غږیزه او یا هم انځوریزه رسنۍ له سقوط سره نه ده مخ شوې؛ خو د لسګونو ازادو چاپي رسنیو له ډلې څخه یوه په بلې پسې تړل شوې دي، یواځې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري چاپېدونکې میاشتنۍ عامه اړیکې او تخارستان، د مدني ټولنې د شبکې له لوري چاپېدونکې میاشتنۍ پیام شهروند او په تالقانو کې د سویډن کمېټې له لوري چاپېدونکې میاشتنۍ توانمندي په منظم ډول چاپېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور