منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۷ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د وطن معماران” د کتاب مخکتنه وشوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۴۲ کتنې

کابل (پژواک، ۱۸ زمری ٩٤): "د وطن معماران" په نامه د کتاب مخکتنه چې په ترڅ کې یې د هېواد د تېر نږدې تاریخ پنځه ویشت شخصیتونه او د هغوی کارنامې معرفي شوې دي، ترسره شوه.

دغه کتاب چې په افغانستان کې د امریکا د سولې انسټیټیوټ د مشر شاه محمود میاخېل او څېړنوال عبدالقیوم مشواڼي له خوا په ګډه لیکل شوی او په افغانستان کې د امریکا د سولې انسټیټیوټ (USIP)  په مالي لګښت خپور شوی دی، د هېواد د تېر نږدې تاریخ ٢٥ تنه هغه پیاوړي شخصیتونه را پېژني، چې د لیکوالو په اند یې د دې وطن په مادي او معنوي رغونه کې د پام وړ ګامونه اخیستي دي. دا اثر په پښتو او دري دواړو ژبو په جلا جلا توګه چاپ او خپور شوى دى.

په هغې غونډه کې چې د دې کتاب د مخکتنې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په تالار کې جوړه شوې وه، د یاد وزارت پر چارواکو او همدارنګه د دې کتاب پر لیکوالو سربېره ګڼ شمېر فرهنګي او سیاسي څېرو ګډون درلود.

په افغانستان کې د امریکا د سولې انسټیټیوټ ريیس  شاه محمود میاخېل او د کتاب يوه ليکوال وويل، دا کتاب او په کې معرفي شوي شخصیتونه شاید د اوسنيو ځوانانو لپاره يوه بېلګه شي، ترڅو پوه شي چې د هېواد د جوړښت او رغونې لپاره چا او څومره کار کړى دى.

دى وايي: "د افغانستان ځوان نسل داسې ګومان کوي، چې د دې وطن بنسټ په جګړه اېښودل شوی دی، اوس هم دلته جګړه روانه ده، ځکه نو د دې هېواد بیا جوړېدو ته تمه نه دى په کار."

د کورنيو چارو پخواني وزير علي احمد جلالي په دې ناسته کې وويل، دا چې په ياد شوي کتاب کې يواځې ٢٥ تنه معرفي شوي، خو زموږ هېواد په بېلابېلو وختونو کې ډېر نومورکي سپاهيان درلودل، چې خلکو او هېواد ته يې خدمت کړى او د وطن د ابادۍ لپاره يې خښته په خښته ايښې ده.

ده زياته کړه: "باید ومنو چې په افغانستان کې د جګړو تر پیل وړاندې او د سولې په کلونو کې، دې هېواد کې ډېر کار شوی ، خو متاسفانه د جګړو په دوران کې دا هر څه وران شول."

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني د دې کتاب ليکل ګټور کار وباله، خو ويې ويل، چې په دې کتاب کې بايد يو د شمېر نورو مشهورو پوهانو، لکه پوهاند عبدالحى حبيبي او عبدالرووف بېنوا په څېر د شخصيتونو پېژندګلوي هم راغلې واى.

نوموړي هيله وښوده، چې په ياد شوي کتاب کې دغه ډول نيمګړتياوو ته په راتلونکي کې پاملرنه وشي.

 

"د وطن معماران" يوه بل ليکوال څېړنوال عبدالقیوم مشواڼي، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د دې کتاب د کښلو په موخه د دوى د ټيم غړو د هېواد بېلابېلو ولايتونو او سيمو ته سفرونه کړي، له خلکو سره يې خبرې کړي او په کتاب کې له پېژندل شويو شخصيتونو سره کتلي او مرکې يې ورسره کړې دي.

 ده څرګنده کړه، چې په دې کتاب کې دوی تر ډېره بریده هغه کسان خلکو ته ور پېژندلي، چې په خپل وخت کې چارواکي پاتې شوي دي.

د هغه په وينا، د افغانستان هر ستر شخصیت خپل ځای لري او دوی به هڅه وکړي، د دې لړۍ په غځولو کې داسې نور کسان هم ولس او ځوان نسل ته ور وپېژني.

بايد وويل شي، چې په ياده غونډه کې يو شمېر نورو کسانو هم وينا وکړه او ټولو پر دې ټينګار درلود، چې له يوې خوا په دې کتاب کې د افغانستان د مهمو شخصيتونو ژوندليک کښل شوى او له بلې خوا د هېواد نوي نسل ته چې زياتره په جنګ جګړو کې را لوى شوى، دا ور په يادوي، چې له تېرو درې نيمو لسيزو جګړو وړاندې په نسبتاً سوله ييز افغانستان کې داسې شخصيتونه وو، چې نن هم د هېوادوالو د درناوي وړ دي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور