منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۱ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کابل کې د رسنيو نندارتون تر سره شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۳ کتنې

کابل (پژواک، ١٨ زمرى ٩٤): د افغانستان د رسنيو نندارتون په داسې حال کې تر سره شو چې له پانګونې څخه د ملاتړ اداره له حکومت وغوښتل چې په کابل او پنځو لويو ولايتونو کې د رسنيو د غښتلتيا او ملاتړ په موخه رسنيز ښارګوټى رامنځته کړي.

په ياد دوه ورځني نندارتون کې چې نن د افغانستان د نندارتون مرکز له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مرسته په کابل کې د رسنيو د يو شمېر استازو، دولتي چارواکو او خبريالانو په حضور کې پرانيستل شو؛ بېلابېلو تصويري، غږيزو، چاپي او پر ليکه رسنيو خپل فعاليتونه او لاسته راوړنې پکې نندارې ته وړاندې کړې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني وويل چې دغه نندارتون د رسنيو د همغږۍ کولو او نړيوالو ته د دوى د وړتيا د ښودلو، له بيان ازادۍ د ملاتړ او د بيان ازادۍ د پراخولو په برخه د خبريالانو له قربانيو څخه د ستاينې په موخه تر سره شوى دى.

هغه زياته کړه، چې افغانستان په کمه موده کې وکولى شول چې د بيان ازادۍ په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې ولري او د هېواد په کچه له وروستۍ يوې لسيزې څخه په زياته موده کې له زرو زياتې چاپي رسنۍ، ١٦٠ راډيويي چېنلونه، ٧٠ تلويزيونونه سلګونه مطبوعاتي مرکزونه رامنځته شوي او دغو رسنيو په لنډه موده کې خپل رول ثابت کړى دى.

خو جهاني د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، چې نا امنۍ، ځوروينې او ننګونې د دې لامل شوې چې افغانستان اوس هم د خبريالانو او د رسنيو د فعاليتونو لپاره د خطرناکو هېوادونو په ډله کې ځاى ولري.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير په وينا، هر کال د خبريالانو د قتل لس موارد، د هغوى وهل او ډبول ثبت کېږي، خو بيا هم له ټولو ستونزو او ننګونو سره په هېواد کې د ازادۍ د بيان پراختيا بې سارې ده او په دغه برخه کې يې د خبريالانو له قربانيو ستاينه وکړه.

د افغانستان له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې (ايسا) مشر محمدقربان حقجو د افغانستان د رسنيو د نندارتون د تر سره کولو مبارکي وويله او زياته يې کړه چې دغه نندارتون په داسې حال کې تر سره کېږي چې رسنۍ د  افغانستان د تېرو ١٤ کلونو د لاسته راوړنو يوه برخه ده، چې بايد ورباندې ووياړو.

هغه وويل چې د سياست، ټولنې او امنيت په ډګرونو کې د رسنيو رول ارزښتناک دى او رسنۍ په يادو ډګرونو کې د پرمختګ له عمده لاملونو بلل کېږي.

حقجو د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت وغوښتل، څو د رسنيو د غښتلتيا او ملاتړ په موخه په کابل او د هېواد په پنځو لويو ولايتونو کې يو رسنيز ښارګوټى رامنځته کړي.

افغانستان کې له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې مشر زياته کړه: " د ځاى ستونزه، د رسنيو له يوې ستونزې بلل کېږي، نن د رسنيو ډېرې پيسې د دوى د دفترونو پر کرايو لګول کېږي، نو له دې امله بايد په هر ښار کې يو ښارګوټى په ځانګړي ډول په کابل او پنځو لويو ولايتونو کې رسنيز ښارګوټي رامنځته شي، د دولت له لوري بايد ځمکې ورکړل شي او رسنۍ بايد پکې پانګونه وکړي."

هغه په دې ټينګار وکړ چې که د افغانستان د رسنيو لپاره دغه فرصت برابر شي نو پر دوى باندې به بوديجوي فشار راکم شي او افغانستان به رسنيز ښارګوټي څښتن شي، چې دا به د دولت له لوري ياد سکټور ته ډېر درناوى وي.

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور