منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۹ غ.م
۱۰°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هلمند کې د مالدارۍ فارم او کرنيزو محصولاتو ته مارکېټ جوړېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۸ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ١٩ زمری ۹۴): د هلمند د کرنې رياست چارواکي وايي چې د روان کال تر پايه به په دغه ولايت کې يوه سړه خونه، د مالدارۍ يو فارم او د کرنيزو محصولاتو يو مارکېټ جوړ شي.

د هلمند د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو سرپرست مشر رفېع الله قلم د زمري په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د روان کال تر پايه به په دغه ولايت کې يوه سړه خونه، ٢٥٠ د انګورو باغونه، سل شنې خونې، د کرنيزو محصولاتو يو مارکېټ او د مالدارۍ يو فارم جوړ شي.

هغه وويل چې سړه خونه به د لښکرګاه ښار د بولان په سيمه کې په شل جريبه ځمکه کې جوړه شي چې د پنځه سوه ميټريک ټنه مېوې او سبو د ساتلو وړتيا به ولري.

د ده په وينا، ياده پروژه يو اعشاريه پنځه ميليونه امريکايي ډالرو لګښت ته اړتيا لري چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له لوري ورکول کېږي.

هغه زياته کړه چې په بولان سيمه کې به د کرنيزو محصولاتو د ښه خرڅلاو لپاره يو مارکېټ هم جوړ شي.

قلم وايي: ((د دوبي په موسم کې د نورو کښتونو سربيره په ٢١زره هکتاره ځمکه کې ريحان کرل شوي چې دمارکيټ شتون کې به په ښه قيمت خرڅ شي.))

دغه راز هغه وويل چې د انګورو باغونه او شنې خونې به د مرکز لښکرګاه په ګډون په پنځو ولسواليو کې جوړ او د کروندګرو په واک کې به ورکړل شي.

د قلم په وینا چې دغه راز د بولان سيمې په  ۳۳۷ جریبه ځمکه کې د مالدارۍ يو فارم هم جوړ شي.

هغه زياته کړه: ((په دې فارم کې به د غوايانو، پسونو او چرګانو د ساتلو امکانات موجود وي.))

د قلم په وينا، د يادو ټولو پروژو د ډيزاين چارې بشپړې شوې او د پلې کېدو لپاره ولايت ته سپارل شوي او ډېر ژر به يې د رغونې چارې پيل او د کال تر پايه به بشپړې شي.

ده وويل چې په تېرو ١٣کلونو په دغه ولايت کې دغه شان بنسټيزې پروژې نه دې پلې شوې.

دغه راز د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ يوه کروندګر تورجان د يادو پروژو له جوړېدو خوښي څرګنده کړه.

هغه پژواک ته وويل: ((دلته اکثره دهقانان سبزي کري نو که سړى خونه نه وي موږ يي په ارزانه ورکوو او بيا په ژمي کې بېرته د پاکستان سبزي په قيمته اخلو، خو که سړه خونه جوړه شي نو بيا به دغه مشکل نه وي.))

ده ټينګار وکړه چې دغه پروژې بايد هر څه ژر پلې شي او سړې خونې لپاره بايد لويه سيمه په پام کې ونيول شي تر څو ډېر کرنيز محصولات په کې ځاى شي.

د هلمند ولايت د کرنې رياست چارواکو د معلوماتو له مخې هلمند د هېواد په کچه یو کرنیز ولایت دی، چې ۸۵ سلنه وګړي يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه