باميان( پژواک، ٢٠ زمرى ٩٤): سږ کال لږ شمېر بهرنيو وګړو د بند امير په ګډون د باميان له تاريخي سيمو څخه لېدنه کړې ده ،چې يو لامل يې دې ولايت ته د غځېدلو لارو ناامني ده.
بندامير يکاولنګ ولسوالۍ کې پروت دى او د ١٣٨٨ کال غبرګولي مياشت کې د هېواد د لومړي پارک په توګه ونومول شو، په دې لرغونې سيمه کې اووه طبيعي او ښکلي بندونه شتون لري او د نړۍ د طبيعي ميراثونو په لېست کې شامل شوى دى.
د بند امير طبيعي جهيلونه چې روښانه شنې اوبه لري ، ډول ډول خال لرونکي او د سره رنګ کبان لري او د يو ارام طبيعي محيط ښکلا ته انعکاس ورکوي.
د اميربند په سيمه کې څه باندې ٢٠ هوټلونه فعاليت کوي او همدومره شمېر شخصي مېلمستونونه هم د سيمې اوسېدونکو له لوري سيلانيانو ته په کرايه ورکول کېږي.
د ګرځندويانو د تګ راتګ موسم د غويي مياشتې له لومړۍ نېټې پيل شوى دى.
خو د بهرنيو سيلانيانو شمېر ډېر کم شوى او لږ شمېر کسانو له تاريخي او تفريحي سيمو څخه ليدنه کړې ده.
د باميان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د معلوماتو او اړيکو مدير احمد حسين احمد پور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېرکال د تاريخي سيمو د ليدو په موخه، څه باندې ٤٧٠٠ کورنيو او ٣٥٠ بهرنيو ګرځندويانو له دې رياست څخه ټکټونه اخيستې وو.
هغه زياته کړه،چې په روان کال کې ١٤٤ بهرنيو او ٢٠٠٠ کورنيو سيلانيانو ټکټونه اخيستې وو ، چې د تېرکال د ورته ګرځندوى موسم په نسبت کموالى په ګوته کوي.
احمد پور زياته کړه چې دا شمېرې يواځې هغه کسان ښيي چې ټکټونه يې ترلاسه کړي ، خو څه باندې ٩٠ سلنه کسان له تاريخي سيمو څخه د لېدنې پرمهال ټکټونه نه اخلي او تاريخي سيمې له لرې څخه ګوري.
په باميانو کې د بودا ويجاړې شوې مجسمې ، چې شاوخوا ته يې څه باندې درې زره سمڅې، د اژدر دره، د غلغلې او ضحاک ښارونه، د فيروزبهار سيمه، د کليګان استوپه او د ګوهرګين کلاګانې ، د چهل دخترانو کافري او چل برج تاريخي سيمې هم شتون لري.
احمد پور زياته کړه، کوم بهرني سيلانيان چې د بند امير لېدو ته راځي د اطلاعاتو او فرهنګ رياست يې د ټکټونو ورکولو مسووليت نه لري او د بند امير (ملي پارک) مديريت يې د ثبت په اړه دنده لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري بهرنيو سيلانيانو لپاره د ټکټ بيه ١٥٠ او د کورنيو سيلانيانو لپاره ١٠٠ افغانۍ ده.
په ورته وخت کې سږکال له بند امير څخه ٦٨ زرو کورنيو ګرځندويانو ليدنه کړې ده ،چې ډير شمېر يې له باميان، کابل ،غزني ، بلخ ، بغلان او غور... ولايتونو څخه راغلي دي.
د بند امير په ملي پارک کې د سيلانيانو د ثبت مسوول سيدرضا هاشمي وويل، چې په يادو کسانو کې يواځې لس يې بهرنيان وو.
هاشمي زياته کړه، چې د امريکا حيواناتو ساتنې سازمان (دبليو سي اس) له لوري د ګرځندويانو ثبت په بند امير کې پيل شوى او يواځې هغه سيلانيان ثبتوي چې په عادې ورځو کې د جشنونو له نمناځلو څخه پرته ورځي.
هغه وويل چې دا کار په دې خاطر ترسره کېږي، څو د سيلانيانو شمېر معلوم شي چې د يو کال په موده کې په عادي ډول څومره کسان له ملي پارک څخه ليدنه کوي ،چې د مېلمنو لپاره د هرکلي پلان جوړ کړي او د ګرځندويانو څخه ترلاسه شوي عوايد هم څرګند شي.
بند امير ته له هر داخلېدونکي موټر څخه د معلولينو د نمايندګۍ له خوا ٥٠ افغانۍ اخيستل کېږي. دې نمايندګۍ له ښاروالۍ سره قرار داد کړى او دا بند يې دکال په ٣٥٠ زره کرايې بدل کې اجاره کړى دى.
کورنيو ته ځايي مېلمستونونه په کرايه ورکړل شوي او کوټو ته يې اوبيزه برېښنا ورغځېدلې ده.
د سيمې امنيت په بشپړ ډول نيول شوى، هغه کسان چې له خېمې سره بند امير ته راځي، نو په هر ځاى کې چې خپله خېمه ووهي، نو کومه امنيتي ستونزه نشته.
په بند امير کې د مساپرو د استوګنې او اسانتياوو لپاره هوټلونه، هټۍ او خېمې شته او ځينې کورنۍ په کې شپې تېروي او له خوندورو خوړو، اوبو او هوا څخه يې خوند اخلي.
د بند په کونج او ګوښه کې کورنۍ له ماشومانو سره ليدل کېږي او بند د طبيعي منظرو په ليدلو سره غواړي، چې خپل پرېشانه او ستړي فکرونه او ذهنونه ارام کړي.
ذکيه چې له کابل نه د لومړي ځل لپار له خپلې کورنۍ سره د بند امير او باميانو د نورو تاريخي سيمو لېدو ته راغلې وايي چې وخت يې ښه تېر شوى او د منظرو له ليدو يې خوند اخيستى .
ځينې نور بيا بند امير د حضرت علي زيارت بولي او په دې باور دي چې دا بندونه د حضرت علي له خوا جوړ شوي او د انحضرت(ص) په کې قدمونه اېښي.
د دايکنډي يو ښوونکى غلام سخي چې له خپلو ١٤ ملګرو سره د بند امير ليدنې ته تللى و، وويل چې بند امير هم تفريحي ساحه لري او هم د حضرت علي (رض) زيارت دى چې د خلکو پاملرنه يې جلب کړې ده.
په بند امير کې د شفا يوه چينه هم شته چې ناروغان په کې وينځي او باور لري چې روغتيا تر لاسه کوي.
راحله چې د بلخ ولايت نه د درملنې لپاره بند امير ته تللې وه ، وايي:((د ميرګي ناروغي لرم، کله کله مې حال خراب شي، بند امير ته راغلم چې ددې ځاى د اوبو په وينځلو ښه شم .))
دې مېرمنې زياته کړه چې پر بند امير عقيده لري او ډاډمنه ده چې له ستنېدو وروسته به ښه شي، ګڼ ناروغان پېژني چې بند امير ته له راتګ وروسته ښه شوي دي.
په ټوله کې د بند امير شاوخوا ١٤ کليو اوسېدونکي د سيلانيانو له ورتګه د خپلو لاسي صنايعو او حيواني محصولاتو د پلور له اړخه ګټه تر لاسه کوي.
خو ځينې يې د سيلانيانو له نا مطلوب وضعيت نه شکايت کوي.
د وري خوندوره خوښه ځانګړى شهرت لري. دا غوښه په هوټلونو کې د مېلمنو ورتېږي او ترڅنګ يې خپله مېلمانه هم پخوي.
ددې ډول غوښې يوه پلورونکي سيدمحمد وويل چې سږ کال يې د روژې له پيل نه تر اوسه يواځې څلور وري ژوندي پلورلي او څلور يې حلال کړي دي چې غوښه يې پلورلې، په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې دا اندازه څلور چنده وه.
هغه زياته کړه، هغه سيلانيان چې سږ کال بند امير ته راځي، په هېواد کې د وزګارتيا د زياتوالي په سبب د خرڅ پيسې نه لري او په هره برخه کې سپما کوي.
هغه وويل:(( نه يواځې چې زه، بلکې ټول هغه کسبګر چې شيدې، تروې، مستې، قيماق او کورت پلوري، د خوليو، رومالونو او نورو سوغاتونو پلورونکي هم له سوړ بازارۍ نه شکايت کوي.))
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










