ميدان وردګ (پژواک ٢٢ زمرى ٩٤): په ميدان وردګو ولايت کې د ليکوال او ژورناليست محمد انور وفا سمندر په وياړ غونډه جوړه شوه.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاءالله خوږياڼي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا نمانځغونډه، نن د ځوان غږ ټولنې له لوري او د ميدان وردګو ولايت د مقام په همکارۍ جوړه شوې وه.
ده زياته کړه، په دې نمانځغونډه والي حيات الله حيات ، سمندر يو نوښتګر او پنځوونکى ليکوال او ژورناليست وباله.
والي وايي، د ژونديو فرهنګيانو او ليکوالو نمانځل يو نوښتګر عمل دى او بايد چې دغه ډول فرهنګي هڅو دوام ومومي.
د ځوان غږ ټولنې مشر خواجه محمد زيار وويل، وياړي چې د ليکوال او ژورناليست محمد انور وفا سمندر د نمانځغونډې کوربه توب کوي.
نوموړي له سوداګرو او اړوندو مسوولينو وغوښتل، چې د ليکوالو د ليکل شويو آثارو په چاپولو کې ورسره همکاري وکړي.
د ميدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ مختار، سمندر يو نوښتګر او د يوه ځانګړي سبک ليکوال وباله.
ليکوال او ژورناليست انور وفا سمندر د دې غونډې له جوړوونکو د مننې په څرګندولو سره وويل، د يوه ليکوال په توګه يې ترسره کړې کړنې ورته د منلو وړ نه دي، خو دغه ډول نمانځغونډې يې لا هم هڅوي، ترڅو خپلې ليکوالۍ او ژورناليستيکي هڅو ته دوام ورکړي.
٥٣ کلن محمد انور وفا سمندر د ميدان وردګو ولايت د مرکز ميدانښار د چارکې چهارکلا اصلي اوسېدونکی دی، چې تر دا مهاله يې ۱۵ بېلابېل کتابونه او سلګونه مقالې ليکلي او چاپ شوي دي .
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










