منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۸ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د خبريالانو د “عدالت غوښتنې او خونديتوب” ډله رامنځ ته شوه

· ۴ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

کابل (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٤): د خبريالۍ صنفي بنسټونو او د رسنيو فعالانو د خبريالانو د عدالت غوښتنې او خونديتوب ډله رامنځ ته کړه، څو په هېواد کې د بيان ازادۍ او له رسنيزو فعاليتونو د ملاتړ په اړه د حکومتي مشرانو ژمنې وڅېړي.

ولسمشر محمداشرف غني او د حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې ژمنه کړې وه، که چېرې هر يو بريالى شي د بيان ازادۍ او له رسنيو ملاتړ به د دوى له کاري لومړيتوبونو وي.

دغو دواړو مشرانو د خبريالانو د خونديتوب کمېټې په ګډون له رسنيو د ملاتړو بنسټونو له لوري د ١٢ ماده ييز ژمن ليک چې د بيان ازادۍ د ټينګښت او تضمين په موخه ترتيب شوى و، هم لاسليک کړى و.

خو د خبريالۍ د صنفي بنسټونو او رسنيو فعالين وايي، په داسې حال کې چې د ملي وحدت حکومت له جوړېدو نږدې يو کال تېرېږي، خو حکومتي مشرانو د ياد ژمن ليک ډېرې برخې نه دي عملي کړې.

د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنې اجرايي مشر فهيم دشتي په نننۍ غونډه کې وويل، يوه ژمنه دا وه څو د خبريالۍ چارو اړوند قوانينو او د رسنيو فعاليتونو کې بايد ښه والى راشي.

د دشتي د خبرو پر بنسټ، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون چې د ولسمشر غني له لوري توشېح او د ډله ييزو رسنيو د تاسيس او فعاليت د څرنګوالي مقرره د کابينې په وروستۍ ناسته کې تصويب شوه چې د اطلاعاتو او فرهنګ او عدليې وزارتونو سره په همکارۍ کې د ډله ييزو رسنيو د تعديل پر قانون کار روان دى.

نوموړي دې ته په اشارې سره چې د دغه ژمن ليک زياتې مادې پلې شوې نه دي، زياته کړه چې د ژمن ليک يوه ماده دا وه چې حکومت هڅه کوي څو د خبريالانو پر وړاندې له تاوتريخوالي مخنيوى وکړي، خو شمېرې په ګوته کوي چې په تېر يو کال کې د خبريالانو پر ضد تاوتريخوالى زيات شوى دى.

هغه زياته کړه: ((بله ژمنه دا وه چې په تېرو ١٤ کلونو کې د وژل شوو خبريالانو نا څېړل شوې دوسيې به څېړل کېږي او عاملان به يې محاکمه کېږي چې په دې برخه کې هېڅ کار نه دى شوى.))

دشتي د بيان ازادي او رسنيزو فعالانو او خبريالانو د صنفي بنسټونو له خوا د رسنيزو فعاليتونو، د بيان د ازادۍ د ملاتړ او په دې برخه کې د حکومت د مشرانو د ژمنو د تعقيب او د خبريالانو د حقونو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډلې د جوړېدو خبر هم ورکړ.

هغه وويل، لومړى د ژمن ليک متن رسنيو او خبريالانو ته ورکول کېږي او د خبريالانو له نظرغوښتنې وروسته به روښانه شي چې د ژمن ليک کمې مادې پلې شوې او کومې يې لا هم عملي بڼه نه لري.

د نوموړي په خبره، د نظر غوښتنې پايله به د ملي يووالي حکومت له مشرانو سره شريکه او د ژمنو پر عملي کېدو به يې يو ځل بيا ټينګار وشي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستيالې سيده مژګان مصطفوي د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل، د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر نجيب، د هشت صبح ورځپانې مسوول مدير شاه حسين مرتضوي او د رسنيو ځينو نور فعالان د دې ډلې غړيتوب لري.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستيالې د ((د خبريالانو د عدالت غوښتنې او خونديتوب)) ډلې د کار له پيل نه هرکلى وکړ او ټينګار يې وکړ چې له دې ډلې سره به همکاري کوي.

سرچينې وويل، ټاکل شوې چې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي کمېټه به په نږدې اوونيو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا جوړه شي چې دا به د خبريالانو د خونديتوب او عدالت غوښتنې له پيل شوي حرکت سره مل شي.

مېرمن مصطفوي د ټوليزو خصوصي رسنيو د رامنځته کېدو او فعاليت کړنلارې د مقررې د تصويب په اړه هيله څرګنده کړه چې دا مقرره به د خبريالانو د کاري او وظيفوي خونديتوب په برخه کې مثبت ګام شي.

هغې وويل چې په افغانستان کې خبريالان کسبي خونديتوب نه لري او زياته يې کړه:((له بده مرغه هغه قراردادونه چې شوي، له ملي او نړيوالو معيارونو سره برابر نه دي، که يو خبريال له يوې ادارې استعفا ورکوي، بايد د خپلې يوې مياشتې تنخوا ورکړي، خو که چېرې د رسنۍ يو مالک هره شېبه وغواړي نو خبريال له خپلې رسنۍ ګوښه کولى شي، دا ټول د کار او نړيوالو قوانينو مخالف کار دى.))

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه چارواکي وويل، هغه مقرره چې د کابينې په وروستۍ ناسته کې تصويب شوه، يو بحث به په کې دا وي چې د خبريالانو وظيفوي خونديتوب تضمين کړي شي.

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور