منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۷ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لګښت د نه ورکړې له امله د بهسودو د نوي پله چارې ځنډنۍ روانې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۹ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲٤ زمری ۹۴): د ننګرهار د بهسودو پُله د جوړېدو قراردادي شرکت چارواکي وايي چې د لګښتونو د نه ورکړې له امله ښايي د ياد پله د جوړېدو چارې وځنډېږي.

د بهسودو پول د جلال اباد له ښار سره د کونړ، نورستان او لغمان شاوخوا ٢٧ ولسوالۍ نښلوي چې د جوړېدو چارې يې تېر کال پيل شوې، خو ويل کېږي د بوديجې د نشتوالي له امله يې چارې تر وروستي حده ټکنۍ روانې دي.

په همدې سيمه کې د بهسودو پخوانی پول هم شته، خو د زړښت تر څنګ د څو چاودنو پر مهال يې ځينې برخې زيانمنې شوې او د ممکنه نړېدو له وېرې يې اوس ور څېرمه د بل پُله د جوړېدو چارې پيل شوې دي.

د دغه نوي پل د جوړوونکي شرکت "الينګار الکوزی" اجرائيه امر ډاکټر مايار پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد پله ۵۶ سلنه کارونه يې بشپړ کړي خو د فوايد عامې وزارت ورته پر وخت پيسې نه ورکوي.

مايار وايي: ((د قرارداد وخت پوره شوی، موږ ته لګښتونه پر وخت را نه کړل شول؛ ځکه مو کارونه ټکني وو، اوس هم کار روان دی خو د تېر کال د کب له مياشتې تر اوسه شوي لګښتونه نه دي راکړل شوي.))

هغه وايي چې د قرارداد له مخې د هر بل تر وروسپارلو وروسته د فوايد عامې وزارت بايد لس سلنه لګښت د سکيورټي په نوم وګرځوي او پاتې لګښتونه بايد ورکړي.

ډاکټر مايار زياتوي: ((که زموږ لګښتونه رانه کړل شي، ښايي کارونه تر ۱۳۹۵ کال هم پای ته ونه رسېږي، د پروژې د تمديد مکتوب هم فوايدعامې وزارت ته ورکړی تر اوسه هغه هم نه دی لاسليک شوی.))

بلخوا د ننګرهار د فوايد عامې رييس انجنير رسول ګل فقيري پژواک خبري اژانس ته تاييد کړه چې د تېر کال په انکشافي بوديجه کې د ستونزې له امله د ياد شرکت لګښتونه نه دي ورکړل شوي چې بايد ورکړل شوي وای.

فقيري زياته کړه: ((د بهسود پول کارونه روان دي، تر ۷۰ سلنه کارونه يې پای ته رسېدلي او د ګاډرو د جوړېدو چارې يې هم پای ته رسېدلې، ښايي تر څلور مياشتو ګټې اخيستنې ته وړاڼدې شي.))

د فوايد عامې رييس يادونه وکړه چې د ياد پله د جوړولو قرارداد پای ته رسېدلى او د تمديد چارې يې د يوې کمېټې له لوري روانې دي چې د لګښتونو د نه ورکړې يو لامل يې همدا دی.

د بهسودو د نوي پله له جوړېدو سره جوخت پر پخواني پله تګ راتګ ډېر شوی چې له امله يې ډېره کله د بهسود لاره د ترافيکو پر مخ تړلې وي.

د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکي رحمت الله پژواک اژانس ته وويل: ((زه په جلال اباد ښار کې د وحدت لېسې زده کوونکی يم، هر سهار له کلي ښار ته راځم خو د بهسودو  پر پله لاره د ډېر رش له امله بنده وي.))

هغه غوښتنه وکړه چې نوی پول بايد ژر تر ژره جوړ شي.

د کوز کونړ ولسوالۍ اوسېدونکي عارف الله بيا پژواک ته وويل: ((د بهسود پول بايد سږ کال ګټې اخيستنې ته وړاندې شوی وای، خو داسې ونه شول، موږ ډېر په تکليف يو، کله چې ښار ته د درمنلې لپاره مريض راوړو نو ډېر وخت د بهسود پر پله په بېروبار کې ځنډېږو.))

نوموړي زياته کړه چې حکومت بايد د ياد پله د جوړولو مسئله جدي ونيسي؛ ځکه د سيمې ډېر خلک يواځې پر همدغه پله تګ راتګ کوي چې له امله يې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د ننګرهار ولايت مرستيال محمدحنيف ګرديوال پژواک ته د دې اندېښنو په اړه وويل چې د فوايد عامې له وزارت سره يې خبرې کړې او دا ستونزه به هواره شي.

د والي مرستيال هيله وښوده چې د ياد پله چارې به په روان کال کې پای ته ورسېږي.

د بهسود پول د افغانستان په کچه د ستر پلونو په کتار کې راځي چې ۳۶۰ متر اوږدوالی لري او د لسګونه ولسواليو خلک پرې تګ راتګ کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه