جلال اباد (پژواک، ۲۷ زمری ۹۴): د ننګرهار چارواکي وايي چې په لويه کچه يې د خپلواکۍ ورځې د نمانځنې لپاره د چمتووالي تر څنګ امنيتي تدابيره سخت کړي دي.
په دغه ولايت چې د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د سالار، غازي امان الله خان مقبره ده، ځايي ادارې پتېيلې چې دغه ځل په کې په شاندارو مراسمو د هغې يادونه او نمانځه وکړي.
ولايتي ادارو د ښار په بېلابېلو سيمو کې د غونډو او مېلو ځايونو پر جوړولو کار پيل کړی او مدني فعالان بيا د ښار په واټونو کې د ملي بيرغونو د ځړولو چارې پر مخ وړي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مرستيال سمونوال اميرخان لېوال پژواک اژانس ته وويل: ((موږ له تېرو څو ورځو راهيسې په ښار او ورڅېرمه سيمو کې امنيتي تدابيره سخت کړي؛ ځکه غواړو چې د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۹۶مه کليزه په امنيت کې ونمانځل شي.))
بلخوا بيا د ننګرهار والي سليم خان کندوزي پژواک اژانس ته وويل چې د خپلواکۍ ورځ ځکه په شاندارو مراسمو نمانځي چې دلته د غازي امان الله خان مقبره ده.نو غواړو د ورځې ښه نمانځه يې وشي.))
نوموړي زياته کړه چې د ختيځو ولايتونو په کچه د يوې سترې غونډې تر څنګ چې پ
وځي پرېډ به هم په کې وي، مشاعره او بېلابېل ورته نور پروګرامونه هم په کې شته.
والي وايي: ((دا ځل به د خپلواکۍ ورځ د نورو کلونو له نمانځغونډو سره توپير ولري، پوځي پرېډ به تېريږي او لويه غونډه به وي،همدا شان د کورنيو لپاره هم ميله ځايونه هم په پام کې نيول شوي، مشاعر او د موسيقي د مراسمو ځانګړې پروګرامونه هم شته.))
د ننګرهار يوه مدني فعال زبير خاکسار پژواک ته وويل، خوشاله دی چې د لومړي ځل لپاره په دغه ولايت کې د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ورځ په ښه بڼه نمانځل کېږي.
خاکسار زياتوي چې د ښار په واټونو کې د غازي امان الله خان ستر ستر عکسونه لګول شوي او بيرغونه راځړول شوي او د هرې هټۍ ځښتن د ملي احساس له مخې د هټۍ مخې ته ملي بيرغونه ځړولي دي.
فرهنګي او مدني فعال حشمت الله ژمن بيا وايي: ((لازمه ده چې په ننګرهار کې بايد دغسې مراسم وي؛ ځکه دلته د خپلواکۍ د سالار غازي امان الله خان او کورنۍ مقبرې دي، غازي له ننګرهار سره ځانګړې علاقه لرله، دلته يې د سراج العمارت او امير شهيد بڼونه جوړ کړي دي.))
د جلال اباد ښار اوسېدونکی ثناءالله بيا پژواک ته وويل، خوشاله دی چې په ننګرهار کې د خپلواکۍ د نمانځلو لپاره ښه تدابير ګوري خو هغه نيوکه کوي چې تر اوسه د غازي امان الله مقبره هغسې چې بايد وای نه ده جوړه شوې.
نوموړي نيوکه وکړه ولايتي ادارې په دې برخه کې ناغېړي کوي.
تر دې مخکې د ننګرهار ولايتي ادارې بيا ويلي وو چې د غازي امان الله خان مقبره چې د امير شهيد به باغ کې ده، په ښکلي او عصري ډول جوړوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










