منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۷ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په خوست، کونړ او ميدان وردګو کې هم د خپلواکۍ ورځ ونمانځل شوه

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۱۰ کتنې

خوست- اسعداباد- ميدانښار (پژواک، ٢٨ زمرى ٩٤): په خوست، ميدان ښار او کونړ ولايتونو کې هم د خپلواکۍ ورځې په مناسبت مراسم نيول شوي وو او په ترڅ کې يې د دغو ولايتونو چارواکو له خلکو وغوښتل چې د هېواد د خپلواکۍ ساتنې لپاره د امنيتي ځواکونو کلک ملاتړ وکړي.

له نن څخه ٩٦ کاله مخکې افغانستان د انګرېز ښکېلاک څخه خپله خپلواکي اخيستې وه او اوس افغانان دا ورځ هر کال د يوې وياړلې ملي ورځې په نوم په شاندارو مراسمو نمانځي.

د هېواد د خپلواکۍ ۹۶مه کاليزه د خوست په ملي لوبغالي کې په ځانګړو مراسمو سره چې تر ۶زره زياتو خلکو په کې ګډون کړی و، ونمانځل شوه.

په مراسمو کې ولايتي ادارې ملکي او نظامي چارواکو، د ولايتي شورا غړو، ديني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو، د پوهنتون محصلينو، د ښوونځيو زده کوونکو برخه اخيستې وه.

د مراسمو په پيل کې د خوست د ټولو امنيتي ځواکونو ځانګړو شوو قطعو رسم ګذشت ترسره کړ او له ځان سره يې سپکه وسله او نور تجهيزات د لوژ له مخې ولېږدول.

دغه راز د دولتي پوهنتون محصلين، د ښوونځيو زده کوونکي، ورزشکاران، معيوبين او پخواني مجاهدين چې انګرېزي ټوپک هم ورسره وو، د سټېج له مخې د خلکو د ولولو په بدرګه تېر شول.

د خوست والي حکم خان حبيبي مراسمو ته په خپلو خبرو کې وويل چې تر ځمکنۍ بشپړتيا لا ډېره اړتيا سياسي، اقتصادي، فرهنګي او فکري خپلواکۍ ته لري؛ ځکه دا مهال د پرديو کړيو تر استعمار لاندې دي.

په يادو مراسمو کې د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت د ملي امنيتي ځواکونو په استازيتوب ډاډ څرګند کړ چې په پوره مېړانه به له خپلې خاورې او ملي ګټو دفاع وکړي.

غيرت وويل: ((افغان وسله وال پوځ د تاريخ په اوږدو کې له خپلې خاورې او خپل ناموس څخه دفاع کړې ده، تاسې ټول غيور ولس ته ډاډ درکوم چې په مېړانه به بيا هم له ملي نواميسو دفاع کوو.))

د خوست ښار يوه اوسېدونکي عبيدالله فروتن چې په دغو مراسمو کې يې ګډون کړی و، خوښي څرګنده کړه، چې دغه ورځ په ډېرو ښو مراسمو سره ونمانځل شوه.

هغه پژواک ته وويل: ((د تېرو کلونو په پرتله سږ کال دا ورځ ښه ونمانځل شوه، ځوانان، مشران او دولتي چارواکي ټول ورته راغلي وو. امنيت هم د تېرو کلونو په پرتله ښه شوی دی.))

دغه راز د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار کې هم د دې وياړلې ورځې په مناسبت د دولتي چارواکو او عامو خلکو په ګډون مراسم نيول شوي وو.

د ميدان وردګو له ولايته پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ولايت کې له دیارلس کلن ځنډ وروسته په لومړي ځل د خپلواکۍ ورځ نمانځل کېږي.

د خبرپانې په وينا، په دغو مراسمو کې د لوبو يو جمنازيم د غازي امان الله په نوم ونومول شو او چارواکو ژمنه وکړه چې په دغه جمنازیم کې به ډېر ژر په ملي کچه د خپلواکۍ د ورځې په ویاړ سیالۍ ترسره کړي.

سرچينه کاږي چې په دغو مراسمو کې د ولایت پر مسوولینو سربېره جهادي قوماندانانو، مخورو، دیني عالمانو، کوچیانو، مېرمنو، ځوانانو، لوبغاړو او سلګونه امنیتي منسوبینو ګډون کړی و.

د خپلواکۍ په دغو مراسمو کې د وردګو والي حیات الله حیات ویلي: ((له نن څخه پوره ۹۶ کاله وړاندې د هېواد ستر شخصیت غازي امان الله د دغه خوار او مېړني ملت په مټ وکولای شول چې انګرېزانو ته غاښ ماتوونکې ماتې ورکړي او له خپل ګران هېواده یی وباسي او په همدې ویاړ موږ په میدان وردګو ولایت کې یو جمازیوم د شهید غازي امان الله خان په نوم ونوماوه.))

حیات له دیني عالمانو، قومي مشرانو، مخورو، مدني ټولنو او د هېواد له ټولو وګړو غوښتي چې د ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي او په دغه هېواد کې د سولې او ثبات رامنځته کېدو په موخه هر افغان د وطن ساتنې په برخه کې ځان یو سرتېری او مدافع وبولي.

په غونډه کې د امنيتي ځواکونو د همغږۍ مرکز مشر برید جنرال نواب هم خبرې وکړې او له مخالفینو يې وغوښتل چې د پردیو له خوا له تپل شوې جګړې لاس واخلي، د یو افغانستان لپاره یو ځای د دې سترې ورځې له امله له حکومت سره اوږه په اوږه کار وکړي.

په مراسمو کې ملي امنیتي ځواکونو، لوبغاړو، کوچیانو، بزګرانو، د ښاروالۍ ډلګۍ، روغتیا پالوونکو، د ښوونځیو زده کوونکو او یو شمېر نورو اتڼونه، ترانې او نورې نندارې وړاندې کړې چې د ګډونوالو له خوا په تودو چکچکو بدرګه شول.

همدا راز د میدان وردګو د والي له لوري د امنیتي ارګانونو پیاوړو منسوبینو ته چې د دندې پر مهال یې له ځانه وړتیاوې ښودلې وې، ستاینلیکونه ورکړل شول.

همدارنګه په کونړ کې هم د خپلواکۍ ورځ په مرکز او ولسواليو کې ونمانځل شوه او د دغه ولايت والي له خلکو وغوښتل چې د خپلواکۍ د ساتلو په موخه د افغان امنيتي ځواکونو کلک ملاتړ وکړي.

د کونړ له ولايته د پژواک خبريال وايي چې د هېواد د خپلواکۍ ورځ د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې په شاندارو مراسمو او بشپړه امنيتي فضا کې ونمانځل شوه.

هغه زياته کړه چې په مرکز کې د نيول شوو مراسمو په ترڅ کې د کونړ والي وحیدالله کلیمزي د افغان امنیتي ځواکونو له قطعاتو لیدنه وکړه او د هېواد دخپلواکۍ ورځې مبارکۍ ترڅنګ یې د امنیتي ځواکونو سرښندنې وستایلې او د هېواد د ستر غازي امان الله خان په یاد یې د ګلونو ګېډۍ کېښودې.

د پژواک خبريال وايي چې په يادو مراسمو کې د دغه ولایت سلګونو قومي مشرانو، عالمانو، ځوانانو، ملکي ادارو استازو امنیتي ارګانونو مسوولینو، افسرانو او سربازانو ګډون کړى و.

په مراسمو کې ځينو ویناوالو د اسد ۲۸ په افغانستان کې یوه تاریخي او له ویاړه ډکه ورځ بللې او د ستر غازي امان الله خان خاطرې یادې کړې دي.

وینا والو ویل، د افغانستا ن دښمنان اوس هم له لاسوهنو لاس نه اخلي هره ورځ په یوه او بل نامه غواړي ګډوډي رامنځ ته کړي.

هغوى ډاډه ښودلى چې نور افغانان پوهېدلي، د ښه او بد تشخیص کولى شي او د پردیو په لمسون نه غواړي خپل هېواد خراب کړي.

يادو ويناوالو په يوه خوله له افغان امنیتي ځواکونو خپل کلک ملاتړ څرګند کړ.

دغه راز د کونړ والي ويلي چې د دې ورځې په نمانځلو او یادولو سره په هېوادوالو کې د هېوادپالنې احساسات پیاوړي کېږي او د یو ځاى کېدو سبب يې ګرځي.

کليمزي له هېواده د د فاع او ساتنې په برخه کې د امنیتي ځواکونو قربانۍ ستایلې او له خلکو يې غوښتي چې د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

د يادونې ده چې د مراسمو په وروستيو کې د افغان امنیتي ځواکونو ځینو افسرانو او سربازانو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

دا په داسې حال کې ده چې نن د هېواد په نورو ولايتونو کې هم د خپلواکۍ ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوې.

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور