کندهار ( پژواک، ٢٩ زمرى ٩٤ ) : په کندهار کې د خپلواکۍ د بېرته اخيستلو ٩٦ کاليزه په شانداره او ځانګړو مراسمو ونمانځل شوه چې زرګونو تنو په کې ګډون کړى و.
د ورځې په اوږدو کې زرګونو ځوانانو چې خپل موټر يې په ملي بيرغونو پوښلي وو او ملي ترانې يې غږولې د ښار پر واټونو وګرځېدل او دغه ورځ يې په ملي اتڼونو او خوښيو ونمانځله.
دغه راز د زرګونو ځوانانو يو بل موټريز کاروان سپين بولدک ولسوالۍ ته لاړ او د ډيورنډفرضي کرښې په صفري برخه کې يې د بيرغونو په رپولو او د ملي امنيتي ځواکونو په ستايلو دغه ورځ ونمانځله.
د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو په قوماندانۍ کې هم د دغې ورځې په وياړ ځانګړي مراسم جوړ شوي وو، چې ولايتي مسوولينو، امنيتي چارواکو او مخورو په کې ګډون کړى و.
وروسته د کندهار زرګونو اوسېدونکو د موسيقۍ، ملي اتڼونو او اور لوبې په هغو مراسمو کې ګډون وکړ چې د شپې له پلوه جوړ شوي وو، برخه والو دغه شپه په ملي ولولو او خوښيو تر سهاره په ويښه تېره کړه.
ليکوال او فرهنګي فعال شعېب وحدت پژواک خبري اژانس ته وويل چې سلګونو ځوانانو له تېرې يوې اوونۍ راهيسې په پرله پسې توګه زيار ايستلى و، چې د خپلواکۍ ګټلو ورځ په شانداره مراسمو تېره کړي.
هغه زياته کړه، د زرګونو ځوانانو يو لوى موټريز کاروان ټوله ورځ د کندهار ښار پر واټونو وګرځېد، اتڼونه يې وکړل، ملي ترانې يې وغږولې او خلکو ته يې د سولې، يووالي او هېواد جوړونې پيغامونه ورسول.
دى وايي، له دې وروسته د شپې له پلوه د موسيقۍ، ملي اتڼونو، تمثيل او اور لوبې ځانګړي مراسم جوړ شوي وو چې د کندهار ښار او ولسواليو په زرګونو خلکو په کې ګډون کړى و.
د ده په خبره، په دې پروګرام کې سيمه ييزو سندرغاړو ملي ترانې وارولې او اسمان يې د اور لوبې په رڼاګانو ښکلى کړ.
وحدت وويل، دغه مراسم تر سهاره وغځېدل او خلکو شپه د يوه روڼ سباوون په تمه په ويښه تېره کړه.
د کندهار يوه بل ټولنيز فعال شيرين کريمي پژواک اژانس ته وويل چې د زرګونو ځوانانو يو لوى کاروان سپين بولدک ولسوالۍ ته لاړ او هلته يې د ډيورنډ کرښې پر صفري برخه دروازې ته مخامخ د خپلواکۍ ورځ په ملي اتڼونو او خوښيو ونمانځله.
دى وايي، ځوانانو ته دغه فکر له هغه وروسته پيدا شو چې څو ورځې وړاندې د کرښې د هغې غاړې چمن ښار اوسېدونکي د پاکستان له بيرغونو سره يو ځاى د ډيورنډ کرښې صفري برخې ته راغلي او دلته يې د دغه هېواد د جوړېدو ورځ نمانځلې وه.
هغه زياته کړه، په دې توګه يې هغوى ته پيغام ورکړ چې افغانان له چا کم نه دي، اوږد تاريخ لري، ټول يو دي او د خپل هېواد د ساتنې او پر ځان بسياينې توان لري.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ولايتي ادارې هم د خپلواکۍ ورځ د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو په قوماندانۍ او د عينو مېنې په محاذ هوټل کې په ځانګړو مراسمو ونمانځله چې د کندهار د والي تر څنګ په کې ملکي او نظامي چارواکو او قومي مشرانو ګډون کړى و.
هغه زياته کړه، امنيتي ځواکونو د رسم ګذشت مراسم تر سره کړل، د ځوانانو له خوا ترانې او تمثيلي ټوټې وړاندې شوې او دغه ورځ په خوښيو ونمانځل شوه.
دى وايي وروسته والي له امنيتي چارواکو سره يو ځاى شهيدانو څلور لارې ته لاړل او هلته يې د ازادۍ د شهيدانو په ياد د ګلونو ګېډۍ کېښودې.
د کندهار ښار يو اوسېدونکي عزيز احمد پژواک اژانس ته وويل، د خپلواکۍ ورځ يې په ډېرو خوښيو تېره کړه او په تېرو څوارلسو کلونو کې دا لومړى ځل و چې دغه ورځ د ولس له خوا په دومره پراخو ملي ولولو نمانځل کېږي.
دى وايي، ټولنيزو رسنيو د افغانانو په ملي يووالي او ملي روحيه پياوړي کولو کې ډېر رول لوبولى او همدا ده چې دغسې ورځې په شانداره مراسمو نمانځل کېږي.
د ده په خبره، د دغسې ملي ورځو نمانځنه په خلکو کې د خپلواکۍ او هېوادپالنې حس پياوړى کوي او دې ته يې ژمن کوي، چې د خپل هېواد د ښې راتلونکې لپاره د ملي يووالي، زده کړې، کار او زيار لمن ونيسي.
ټاکل شوې ده، د کندهار ښار سلګونه ځوانان نن ماښام بيا په يو موټريز کاروان کې د ښار پر واټونو وګرځي، څو امنيتي سرتېرو او د دوى تر څنګ د ښاروالۍ د تنظيف کارکوونکو ته ډالۍ وړاندې کړي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










