منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۰ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار ځوانانو د خپلواکۍ د ورځې په وياړ امنيتي سرتېري په ډاليو ونازول

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۳ کتنې

کندهار (پژواک، ٣١ زمرى ٩٤): کندهار مېشتو ځوانانو د خپلواکۍ د ٩٦مې کليزې په مناسبت امنيتي سرتېرو ته ډالۍ ورکړې او د امنيت ساتلو په برخه کې يې د هغوى د هڅو او زيار ستاينه وکړه.

لسګونو ځوانانو چې موټر يې په ملي بيرغونو پوښلي وو، د کندهار ښار پر واټونو وګرځېدل، د ملي اردو سرتېرو، پوليسو او ترافيکو ته يې يو- يو جوړ جامې او يو ملي بيرغ ډالۍ کړ.

د دغه پروګرام د تنظيموونکو له ډلې مدني فعال فضل الباري بريالي پژواک خبري اژانس ته وويل، د کندهار سلګونو ځوانانو دا ځل د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ٩٦يمه کليزه په شاندارو مراسمو ونمانځله.

هغه زياته کړه، ځوانانو د خپلواکۍ د ورځې په وياړ نه يوازې په ښار کې د موټرونو لوى کاروان تنظيم کړ، بلکې د موسيقۍ، اتڼونو او اور لوبې مراسم يې تر سره کړل او وروسته يې پر امنيتي سرتېرو ډالۍ ووېشلې.

دى وايي، د ملي احساس لرونکو عامو ښاريانو په مرسته څه له پاسه ٢٠٠ جوړې جامې او ملي بيرغونه چمتو کړاى شوي وو او پر هغو امنيتي سرتېرو ووېشل شول چې په سختو حالاتو او تونده ګرمي کې د کندهار ښار پر واټونو د امنيت ساتلو دنده تر سره کوي.

د نوموړي په وينا، ځوانانو امنيتي سرتېرو ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه، هغوى ته يې جامې ډالۍ کړې او په دې توګه يې هغوى ته وښودله چې ولس يې تر شا ولاړ دى.

د پروګرام يوه بل تنظيموونکي ليکوال او فرهنګي فعال شعيب وحدت پژواک اژانس ته وويل چې دغه راز هڅې امنيتي سرتېري د خپل هېواد او خلکو لا ښې امنيت ساتنې ته ژمن کوي او روحيه يې غښتلې کوي.

هغه زياته کړه، ځوانو سرتېرو ته د ډاليو ورکولو پر مهال د هغوى په ملاتړ شعارونه ورکړل او هغوى يې وهڅول چې د هېواد د غوره راتلونکې په موخه خپلې دندې په پوره سپېڅلتيا او قوي هوډ ترسره کړي.

نوموړى په ټول هېواد کې د دغه راز مدني حرکتونو پر دوام ټينګار کوي او وايي په دې توګه په خلکو کې له امنيتي سرتېرو سره همکاري او د هېواد د ودې او پرمختګ په لاره کې له هغوى سره يووالى پياوړي کېږي.

په کندهار کې د ملي اردو يوه سرتېري عزيز احمد د دې ولايت له ځوانانو مننه وکړه چې هغوى يې ياد دي او د هڅو او زيار ستاينه يې کوي.

دى وايي، امنيتي سرتېري د خپل هېواد او خلکو د ساتنې لپاره قربانۍ ورکوي، که په ولس کې له هغوى سره د همکارۍ روحيه پياوړې شي نو د هېواد دښمنان به دا فرصت تر لاسه نه کړاى شي چې د هېواد د ودې او پياوړتيا پر وړاندې خنډ وګرځي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور