خوست ښار ( پژواک، ۲ وږی ۹۴ ) : د خوست ولایت یو شمیر ښځې وایي چې د سړيو ترڅنګ مېرمنو ته هم بايد د سولې په پروسه کې ونډه ورکړل شي.
دغه څرګندونې د خوست يو شمېر مېرمنو د وږي په ۲مه، په هغه غونډه کې وکړې، د سولې پروسې په پياوړتيا کې د ديني عالمانو، قومي مشرانو، د مدني ټولنو او د مېرمنو ونډې ته ځانګړې شوې وه.
دغو مېرمنو په خپلو خبرو کې له افغان دولته وغوښتل چې د سولې په پروسه کېد مېرمنو ونډې ته توجه زياته کړي او هغه خنډونه چې په دې برخه کې افغان مېرمنې ورسره مخ دي، له منځه يوسي.
د خوست ولايتي شورا غړې وږمه ارزو چې په ياده غونډه کې يې ګډون کړی و پژواک خبري آژانس سره په خپلو خبرو کې وويل، د افغانستان اساسي قانون له مخې هره مېرمن حق لري، چې په سياست کې ونډه واخلي.
نوموړې له افغان دولته او وسلوالو مخالفينو غوښتنه وکړه، چېد سولې په پروسه کې د مېرمنو ونډې ته پاملرنه زياته کړي او هغه غوښتنې چې مېرمنې يې لري، دواړه غاړې ورته درناوی وکړي او خبرو ته يې په دقت غوږ ونيسي.
وږمه ارزو وويل: ((د سولې په خبرو کې زموږ رول ډېر مهم دی، موږ بايد سمې حمايه شو په هره غونډه او هر ځای کې بايد موږ اشتراک ولرو او له موږ سره همکاري وشي)).
مدني فعاله او د خوست د ښځو چارو پخوانۍ رئيسه مېرمن خاور اميري بيا پژواک خبري آژانس سره په خبرو کې وويل، که چېرې د سولې په پروسه کې د مېرمنو ونډه له پامه وغورځول شي، نو هغه لاسته راوړنې چې افغان مېرمنو په تېرو ديارلسو کلونو کې لاسته راوړې، په اوبو لاهو شي.
نوموړې وويل: ((د نارينه نه زموږ د خويندو تعداد زيات دی او په دا په پروسه کې چې خويندو ته برخه ورکړي نو په سلو کې نوي سلنه اغېزمن تماميږي، نو غوښتنه کوم، چې خويندې د سولې په پروسه کې شاملې شي)).
دغې غونډې ته يو شمېر ديني عالمانو او قومي مشرانو هم خبرې وکړې، دوی د افغان دولت ترڅنګ دغه راز له نړيوالې ټولنې هم په کلکه غوښتنه وکړه، چې د سولې په پروسه کې د مېرمنو ګډون لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.
login or register a new account.