فيض اباد (پژواک، ٢ وږى ٩٤): د بدخشان په ځينو سيمو کې ناامني د دې لامل شوې، څو زورواکي او ناقانونه وسله وال د لرغونو اثارو په کيندلو لاس پورې کړي او دا عامه شتمني ولوټي.
بدخشان د لرغونو ولايتونو له ډلې څخه دى او د تاريخ په اوږدو کې د تمدن او فرهنګونو مرکزيت و؛ د ورېښم لويه لار چې د ختيځ او لوېديځ سوداګريز مرکز په توګه يې چين له سوېلي اسيا سره نښلاوو، له دغه ولايته تېرېږي.
ياد ولايت زيات شمېر لرغونې سيمې لري چې د ځينو لرغونتوب زرګونو کلونو ته رسېږي.
خلک وايي چې له ډېرو کلونو راهيسې له ګواښ سره مخ د دغو اثارو د ثبت په اړه حکومتونو هېڅ ګام نه دى اخيستى، ډېرې تاريخي ابدې ويجاړې شوې دي او يا يې اثار لوټ شوي دي.
نا امنۍ او د دولت نه پاملرنه لامل شوي چې زورواکي او ناقانونه وسله وال کيندنې ترسره کړي او ترلاسه شوي اثار قاچاق کړي.
د اساسي قانون د لومړي څپرکي د نهمې مادې له مخې،کانونه، تر ځمکې لاندې زېرمې او لرغوني اثار د دولت شتمني ده او د دولت له شتمنيو ساتنه او له طبيعي زېرمو او عامه شتمنيو د سمې استفادې څرنګوالى د قانون له مخې تنظيمېږي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ مشر شېرعلي قاسمي وايي چې زياتې لرغونې سيمې په واخان، اشکاشم او درايم ولسواليو او نورو سيمو کې د زورواکو او ناقانونه وسله والو له لوري په غير مسلکي ډول کيندل شوي دي او اثار يې لوټ شوي دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په نا امنو سيمو کې د لرغونو ابدو او اثارو ساتل او خوندي کول ناشوني دي او دغه رياست ځانګړى امنيتي ځواک په واک کې نه لري چې ساتنه ترې وکړي.
قاسمي زياته کړه چې هغوى د يو شمېر ليکونو له لارې د دغه ولايت امنيتي ارګانونه خبر کړي دي چې د تاريخي اثارو په ساتلو کې مرسته وکړي خو تر اوسه ورته پام نه دى شوى.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د لرغون پېژندنې مدير حاجي بېګ "صابري" وويل چې ناقانونه وسله والو په تېرو کلونو کې د داريم ولسوالۍ په قلعۀ حصار سيمه کې کيندنې کړې دي.
نوموړي زياته کړه چې د احرام الدين په نوم يو تن ويلي چې د خپل قوماندان په امر يې د دې کلا په يو ځانګړې ځاى کې له ٢٠ تر ٣٠ کسانو د ٢٠ ورځو لپاره کيندنې کړې دي او په دې موده کې يې ١٥ متره کيندنه شوې ده.
دې پخواني سيمه ييز سرګروپ زياته کړه چې د کيندنې پر مهال يې په منظم ډول پر ډبرو فرش شوې لارې چې له يو ډول نرم ريګ څخه په کې استفاده شوې وه، وموندې او د ودانيو چتونه يې له داسې موادو جوړ شوي وو چې کلنګ هم نه شوى خوړلى.
صابري زياته کړه چې احرام الدين د هغو اثارو په اړه چې له حصار کلا څخه چې ٩٧ جريبه ځمکه مساحت لري او لرغونتوب يې ښايي د بودا دورې (٢- ٥ ) پېړې ته ورسېږي، ترلاسه شوي دي، معلومات ور نه کړل.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د لرغون پېژندنې مدير وويل،چې له دې سيمې څخه ارچه او توت لرګي او لمڅي ترلاسه شوي دي، تر دې کلا لاندې يو کانال يا سمڅ شتون لري،چې شمال او سويل لورو ته غځېدلې ده.
د سيمې اوسېدوونکو په وينا، دا د اوبو کانال و او دځينو نورو په وينا، پخوا کلونو کې چې د سمڅې خوله خلاصه وه او دکلي خلک ور دننه کېدل او تونل کې دننه څو خونې لېدل شوې دي چې له دې خونو لاندې څو زينې ښکته شوې دي.
" صابري" چې درايم ولسوالۍ ته يې سفر کړى و، زياته کړه: "حصار کلا ته مخامخ د خندان کلا په نوم ځاى شتون لري، د دې ساحې ظاهري موقعيت ته په پام سره ياده کلا يوه محافظتي کلا ده چې اوس يې يوازې چار چاپېره دېوالونه ليدل کېږي او د سيمې اوسېدونکو په وينا، دا کلا د هغه کس د خور وه چې په حصارک يې واک چلاوه."
د دې کلا په پاى کې يوکلى چې د خندان ښار په نوم يادېږي، شتون لري چې دا يې د لرغونتوب څرګندوى دى، له دې ډلې هغه قبرونه دي چې له ځمکې څو متره لاندې يو پر بل برسېره جوړ شوي او د خټينو خمونو نښې هم په کې ليدل کېږي.
همداراز په دې سيمه کې د کنده کافران په نوم سيمه هم شته چې د باميان د بودا مجسمو شاوخوا مغارې په کې ليدل کېږي او د سيمې د خلکو په وينا چې ٥٠ کاله وړاندې انسانانو په دغو سمڅو کې ژوند کاوه.
د صابري د ادعا له مخې، دا لرغوني او نور لسګونه اثار له جدي ګواښ سره مخ دي او کله چې په بدخشان کې د المان بيارغونې ټېم " PRT " د امنيت ټينګښت په موخه دغه ولايت کې موجود و؛ د داريم ولسوالۍ مرکز شهرصفا کې يې څو ورځې کيندنې کړي دي او معلومه نه ده چې د ځمکې له تل څخه يې کوم اثار را ايستلي او له ځان سره يې وړي دي.
د جُرم ولسوالۍ اوسېدونکى سيد عبدالله وايي چې تاريخي ابدې د جګړو له ګواښ سره مخ دي او زورواکي له خپلو وسلو په استفادې په تاريخي سيمو کې کيندنې کوي څو څه لاس ته راوړي او قاچاق يې کړي.
هغه زياته کړه چې تاريخي ابدې د دولت شتمني او د بيت المال اړوند دي او دولت يې بايد د کيندنو او قاچاق مخه ونيسي.
په ځينو ولسواليو کې امنيتي ستونزې د دې لامل شوې چې په لرو پرتو سيمو کې لرغوني اثار او ابدې د وسله والو مخالفينو له ګواښ سره مخ شي.
په دغو ابدو کې د ناصر خسرو بلخي مقبره او د ملا برات مدرسه هم شته چې د اغاخان کلتوري پراختيايي شبکې (ايکيدن ) له لوري په دريو کلونو کې رغول شوي او د دې مقبرې لرغونتوب لسو پېړو ته رسېږي چې د طالبانو له لوري ويجاړه شوې ده.
د ځايي چارواکو په خبره، وسله والو مخالفينو د روان کال په غبرګولي مياشت کې د بلخي د زيارت پنځه تاريخي ابدې د شاوخوا يوې مياشتې لپاره نيولې وې چې سوځولې او ماتې کړې يې دي.
طالبانو د دغه زيارت بهرنۍ دروازه چې څه باندې يوه نيمه پېړۍ لرغونتيا لري، ماته کړې او د زيارت په مخکې يې سوځولې ده.
د دې تر څنګ المونيم ضد لوحه چې په کې د دې ابدې ودانيز پلان ليکل شوى او د زيارت په مخکې لګېدلې، د مرمۍ پر ډزو ماته شوې چې اوس يې کومه نښه نښانه نه ليدل کېږي.
دوى زيارت ته نږدې د ساتونکو دروازه له ښيښو او جاليو سره ماته کړې او د زيارت قفل يې هم مات کړى دى.
د اغاخان د پراختيايي شبکې چارواکي وايي چې د ناصر خسرو بلخي زيارت د بوديجې ترلاسه کولو او د ځايي خلکو له تضمين وروسته چې بيا به زيان نه ورسوي، ترميم او بيارغوي.
حکيم ناصر خسرو بلخي د دري ژبې مهشور فکري نابغه، ليکوال او شاعر دى چې په ٣٩٤ هـ ق کال کې يې په بلخ ولايت کې نړۍ ته سترګې غړولې.
دغه عالم د عربي هېوادونو په ګډون اووه کاله په سفرونو کې تېر کړل او بالاخره د وخت ستونزو اړ کړ چې د بدخشان يمګان ولسوالۍ ته پناه راوړي او خپل پاتې عمر په دې ولسوالۍ کې تېر کړي.
دغه حکيم په بدخشان کې څېړنې، تصنيف او تاليف ته مخه کړه او په ٤٨١ هجري قمري کال کې يې له نړۍ سترګې پټې کړې او همالته خاورو ته وسپارل شول.
د جرم ولسوالۍ په مرکز کې د مير سيدعلي همداني خانقا، د خليفه خان عارفي خانقا چې د ١٧مې پېړۍ په وروستيو او ١٨مې زېږديز پېړۍ په پيل کې يې ژوند کړى، د ٢٠مې پېړۍ د لومړيو وختونو د شاعر، ليکوال او بهرنيو چارو وزارت د کارکوونکي شاه عبدالله يمګي مزار هم د بدخشان نورې تاريخي ابدي جوړوي.
ارمغان بدخشان او لهجه هاى پاميري د عبدالله يمګي کتابونه دي چې د هېواد په مطبوعاتو کې خپاره شوي، د دې تر څنګ د افغانستان په مطبوعاتو کې هم د هغه ځينې علمي مقالې او مضامين خپاره شوي دي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګ امر سيد حسين نهيب وايي چې د يمګي مزار د ورکې له خطر سره مخ دى او تر اوسه په دې اړه هېڅ اقدام نه دى شوى.
هغه زياته کړه: ((موږ اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاريخي ابداتو له رياسته غواړو چې د بدخشان تاريخي ابدو او لرغونو اثارو ته جدي پاملرنه وکړي او په ساتنه کې يې راسره مرسته وکړي.))
نهيب زياته کړه چې دوى د نا امنۍ، بوديجې کمښت او اړينو تخنيکي وسايلو د نشتوالي په سبب نه دي توانېدلي چې هغو سيمو ته سفر وکړي او د تاريخي ابدو له وضعيت نه خبر واخلي او هغه ثبت کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تاريخي ابدو مدير عبدالرازق وويل چې په تېرو ١٤ کلونو کې ٢٠ تاريخي ابدې ثبت شوې، خو يواځې څلور اثار يې د اغاخان کلتوري بنسټ له لوري ترميم او بيارغول شوي دي.
هغه وويل چې پاتې نورې ابدې د ولايت په بېلابېلو سيمو کې پر خپل حال پاتې دي او امکان لري چې د طبيعي پېښو او موسمي ورښتونو په سبب له خطر سره مخ شي او يا هم په هغو ناامنو سيمو کې چې طالبان پرې واکمن دي، له منځه ولاړې شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تاريخي ابدو مسوول زياته کړه: ((موږ مالي او تخنيکي امکانات نه لرو چې وخت ناوخت له دې اثارو او ابداتو ليدنه وکړو، وضعيت يې وڅېړو او اړوند چارواکو ته خبر ورکړو چې د ورکېدو مخنيوى يې وکړي.))
په بدخشان کې د اغاخان شبکې د کلتوري څانګې مشر فضل کريم احمدي وويل، دوى تر اوسه په يمګان کې د ناصر خسرو بلخي زيارت، د ملا برات مدرسه، د مير ياربيک زيارت او فيض ښار، زوړ حمام چې تاريخي لرغونتيا يې له دريو پېړيو اوړي، ترميم او رغولي دي.
هغه زياته کړه، ټاکل شوې چې د مير ياربېګ پارک د روان زېږديز کال د ډسمبر مياشتې تر وروستيو پورې بشپړ او ګټه اخيستنې ته وسپارل شي.
د دې ابدو لپاره نيم ميليون ډالر د اغاخان شبکې له لوري د مرسته ورکوونکو سرچينو له خوا ځانګړي شوي دي.
د اغا خان شبکې د کلتوري څانګې مشر د تاريخي ابدو د تثبيت په اړه وويل، د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د همکارۍ په انتظار دى، څو دا رياست د بدخشان تاريخي ابدې تثبيت کړي او دوى ته معلومات ورکړي.
د احمدي په خبره، هغه ابدات چې دوى يې په فيض اباد ښار کې نقشه چمتو کړې، د کوکچې پر سيند د جوړ شوي ٣٠٠ کلن خښتين پول، دوه لرګين کورونه او د فيض اباد ښار په قره قوزي کلي کې له سيده مخفي پارک څخه عبارت دي.
سرچينې وويل چې په نږدې راتلونکي کې به د دغو ابدو د ترميم کار هم پيل کړي او هغو ابدو ته به لومړيتوب ورکړي چې د طبيعي پېښو په سبب يې ډېر زيان ليدلى دى.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










