لښکرګاه (پژواک، ٣ وږی ۹۴): د هلمند چارواکي وايي چې د دغه ولايت يو شمېر کروندګرو په يو کال کې د دويم ځل لپاره کوکنار کرلي او ډېر ژر به يې حاصلات هم ترلاسه کړي.
د هلمند له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست مشر لعل محمد عزیزي د وږي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت يو شمېر کروندګرو پخوا يواځې د مني په موسم کې کوکنار کرل خو سږ کال يې د پسرلي په موسم کې هم کوکنار کرلي دي.
هغه زياته کړه: "هغه کوکنار يې چې په پسرلي کې کرلي دي اوس يې د حاصلاتو د ټولو وخت رسېدلى دى څه موده وروسته به يې ټول کړي."
د عزيزي په وينا، حکومت د لومړي فصل د مخنيوي په موخه ځيني پروګرامونه درلودل خو د دوهم فصل د مخنيوي لپاره هېڅ هم نه لري.
هغه وويل: "دقيق معلومات نه لرم چې څومره کسانو او په څومره ځمکه کې کرلي خو که چېرې يې مخه ونه نيول شي نا امني او قاچاق به نور هم زيات شي."
دعزيزي د معلوماتو له مخې، د دوهم ځل لپاره کوکنار يواځې د هلمند په شمالي ولسواليو کې کرل شوي دي.
سنګين، موسى کلا، کجکي، نوزاد، باغران، واشير او ګرشک د هلمند ولايت شمالي ولسوالۍ دي.
د هلمند شمالي ولسواليو پر لويه لار يو موټر چلوونکي محمدنبي پژواک ته وويل: "خلک اړ دي چې کوکنار وکري؛ ځکه بل کار نشته اوبه نه لري، په سیمه کې دوامداره جګړه وي نو څه وکړي؟"
هغه وايي چې په تېرو څوارلسو کلونو کې د هلمند په شمالي ولسواليو کې يوه بنسټيزه پروژه هم نه ده پلې شوې او له خلکو سره يې هم اړينې مرستې نه دې شوې.
ده وويل: "د اول فصل په پرتله دوهم فصل ښه حاصلات ورکوي او ښه عايد هم ترې لاسته راځي."
د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکى دين محمد هم وايي چې پخوا به يواځې په مني خو اوس په پسرلي هم کوکنار کرل کېږي.
هغه زياته کړه: "همدا اوس خلک لګيا دي د کوکنار حاصلات ټولوي."
دغه راز د هلمند د نادعلي ولسوالۍ د نواباد سيمې اوسېدونکي نجم الدین پژواک وویل: "زه خپله د نوزاد سرې کلا سیمې ته د نشتر وهلو لپاره لاړم د پسرلي کوکنار ډېر ښه حاصل ورکوي."
نوموړي وويل چې د مني کوکنار په شپږو مياشتو کې خو د پسرلي کوکنار بيا په دريو مياشتو کې حاصل ورکوي.
د نجم الدين په وينا، د پسرلي د کوکنارو نرخ هم ځکه لوړ دى چې کلک دي او ډېر هيرويين ترې جوړېږي.
د هلمند ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست د معلوماتو له مخې، تېر کال د هلمند په ١٠٣ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.
دوى وايي چې د کمپاين پر مهال په درى زره هکتاره ځمکه کې کوکنار له منځه يوړل شول خو پاتې نورو يې بيا د ټول هېواد ٤٦سلنه ترياک توليد کړل.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










