منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۶ غ.م
۸°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

چين له افغانستان سره د کرنيزو وسايلو مرسته وکړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۸ کتنې

 کابل ( پژواک، ٣ وږى ٩٤): چين هېواد ، د ميکانيزه کرنې يوه کڅوړه چې ٣٠٠تراکتورونه او د کرنې بېلابېل وسايل په کې شامل دي د افغانستان کرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته د بلاعوضې مرستې په توګه ورکړل.

 د ميکانيزه کرنې  ياد  تجهيزات او وسايط نن د ياد هېواد سفير له لوري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ته وسپارل شول.

 د کرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ وزير اسدالله ضمير ددې وسايلو د ترلاسه کولو په مراسمو کې وويل، په دې ميکانيزه کرنيزو وسايلو کې  ٣٠٠ تراکتورونه، د کښت لپاره د ځمکې چمتوکولو ٣٠٠ دستګاوې ، د وښو رېبلو ٢٠٠ ماشينونه، د شالۍ کرلو ١٠٠ دستګاوې  او د وښو پرس کولو ١٠ دستګاوې شاملې دي.

 نوموړي زياته کړه  چې ددې بلاعوضې مرستې ټوليزه کچه ٨،٥ ميليونو ډالرو ته رسېږي.

هغه يادونه وکړه، چې د احتمالي ستونزو او ترميم لپاره  له يادو دستګاوو سره ١٠ سلنه زياتې شاملې پرزې هم په دې مرستو کې دي.

 د کرنۍ، اوبولګولو او مالدارۍ وزير د کرنې په برخه کې د چين هېواد  مرستې ارزښمتنې وبللې او زياته يې کړه:" د کرنې سکتور په وروستيو څه باندې دوه نيمو لسيزو کې د ميکانيزه او عصري کولو په برخه کې په يوځل دومره سترې مرستې نه دي ترلاسه کړي."

 هغه وويل چې افغانستان کې د څلورو لسيزو جګړو او ورانيو له امله، ددې هېواد د کرنې حياتي او بنسټيز جوړښتونه له منځه تللي  چې بېرته راژوندي کول او رغول يې ډېرو هڅو او زيات ملاتړ ته اړتيا لري.

 نوموړي زياته کړه چې دا وسايط په بشپړه توګه هېواد ته رارسېدلي او له بسته کاري څخه وروسته  په مرکز او ولايتونو کې ددې وزارت ٧٠ فني اومسلکي کارکوونکو ته د چينايي متخصيصينوله لوري له اړتيا سره سم روزنه ورکړل شي.

 نوموړي زياته کړه :"  په يادو ماشينونو په لومړي ګام کې مرکزي او فرعي کرنيز اسټيشنونه سمبال شي  او وروسته به د ولايتونو کرنې رياستونه ترې استفاده وکړي."

 په کابل کې د چين سفير دينګ زيجون د افغانستان او چين د اړيکو او مناسباتو د نېګ ګڼلو تر څنګ وويل چې  کرنه د يو هېواد بنسټ  ستنې جوړوي.

هغه وويل چې افغانستان يو کرنيز هېواد دى او کرنه د يوې ټولنې په اقتصادي او ټولنيزه پراختيا کې مهم رول لري.

هغه زياته کړه چې افغانستان د يوه ګاوڼدي او ملګري هېواد په توګه د چين لپاره ځانګړى مقام لري او څرګنده يې کړه چې د افغانستان ارامي، سوکالي، امنيت او ټيکاو د چين لپاره هم مهم او حياتى دي.

 نوموړي هيله څرګنده کړه او ويې ويل:((د چين دولت له دې مرستو سره به د کرنيزو حاصلاتو د ښه والي او په افغانستان کې د کرنې ميکانيزه کېدو کې اسانتياوې رامنځته شي.))

هغه په ډاګه کړه دا مرستې نه يواځې چې له افغانستان څخه د چين د پياوړي ملاتړ څرګندونه کوي، بلکې په افغانستان کې د چين رول څرګندوى دى چې له جګړې وروسته يې په ځانګړي ډول د کرنې د پراختيا په برخه کې لوبوي.

  چين د کرنې د مکانيزه کېدو په برخه کې کرنې وزارت سره داسې مهال مرسته کوي چې ددې وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ١٣ کلونو کې څه باندې ٥٣٠٠ تراکتورونه او د کرنې د مکانيزې وسايل له بېلابېلو لارو د کرنې سکتور ته د مرستې په توګه ورکړل شوي دي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه