Language

خوست کې ٤٠ بېلابېلې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

کابل (پژواک، ٨ وږى ٩٤): د کليو پراختيا وزارت وايي چې د ملي پيوستون پروګرام له لوري په خوست کې ۴۰ بېلابېلې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

له ياد وزارته د وږي په ٨مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بيارغونې پر يادو ۴۰ پروژو د ملي پيوستون پروګرام له خوا څه باندې ۵۲ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى دی.

د سرچينې د معلوماتو په حواله، يادې پروژې د خوست د باک، ګربز، ځاځي ميدان، دوه منده او تريزيو ولسواليو په بېلابېلو سيمو کې د تېرو څو مياشتو په موده کې ترسره شوې دي.

خبرپاڼې زياته کړې چې چاردېوالي، سربند، استنادي دېوال، ټولنيز مرکزونو، ډېزلي ژرنده، د اوبو زېرمې او لښتي، پلې لارې، کانال، د څښاک د اوبو څاه ګانو کيندل او ځينې نورې مهمې پروژې په کې شاملې دي.

په خوست کې د ملي پيوستون پروګرام مسوول انجنير محمد بصير محمدزي پژواک اژانس ته وويل چې له يادو پروژو په ټوليز ډول نږدې ۸ زره کورنۍ ګټه اخلي.

‎انجنير بصير زياته کړه چې له ۲۰۰۴ ميلادي کال څخه بيا تر ننه پورې په دغه ولايت کې ملي پيوستون پروګرام ۱۱۴۸ کلي تر خپل پوښښ لاندې راوستلي دي.

نوموړي زياته کړه: ((تر اوسه مو ۲۱۹۷ بېلابېلې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارلې دي. دغه راز ۲۶۷ نورې پروژې تر کار لاندې هم دي)).

د خوست د ګربزو ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي ګل محمد پژواک اژانس ته وويل چې د دوی په سيمه کې د ياد پروګرام له لوري پلې شوې پروژې تر ډېره بريده ګټورې ثابتې شوې دي.

هغه له مسوولينو وغوښتل چې دغه پروګرام نور هم پراخ کړي، تر څو د لرو پرتو سيمو ټولو خلکو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتياوې برابرې شي.

login or register a new account.

Related Topics