کابل (پژواک، ٨ وږى ٩٤): په کابل کې "د افغانستان د سولې بهیر د ارزونې علمي کنفرانس" د پژواک خبري اژانس له خوا پيل شو.
په دغه کنفرانس کې چې نن سهار نهه بجې د کابل ښار په صافي لنډمارک هوټل کې جوړ شوى، سياسي کارپوهانو، د مدني ټولنو غړو، د سولې فعالينو او د سولې عالي شورا رهبري پلاوي ګډون کړى دى.
په ياد کنفرانس کې د سولې پر پروسې، د ملا عمر له مړينې وروسته د سولې د خبرو اترو پر برخليک، د نورو پر نيابتي جګړو او د افغانستان په نا امنيو کې يې پر اغېزو، د افغانستان او پاکستان پر تېرو اړيکو او د دواړو هېوادونو پر اوسنيو حالاتو او ونډه، د سولې عالي شورا پر کړنو، د سولې پر بهير د وسله والو مخالفينو پر بې باورۍ او پر نورو اړندو موضوعاتو خبرې او بحثونه کېږي.
د پژواک خبري اژانس رييس دانش کړوخېل "د افغانستان د سولې بهیر د ارزونې علمي کنفرانس" په سر کې وويل چې پژواک له ١٢ کلونو راهيسې د هېواد له ګوټ، ګوټ څخه د پېښو د خبري پوښښ تر څنګ په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې څېړنيز او تحليلي راپورونه خپروي.
دغه اژانس چې اوس يې د يوې معتبرې رسنۍ په توګه تبارز کړى، خپل چوپړ په ليکلي، غږيز، ويډيويي او انځوريز ډول وړاندې کوي.
هغه زياته کړه چې پژواک خبري اژانس په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالتونو د سولې انسټيټيوټ (USIP) په مرسته له شپږو مياشتو راهيسې د سولې د بهير په اړه د معلوماتو را ټولول او څېړنه پيل کړې، څو خلک د دغه ملي او ارزښت لرونکي بهير له لارې د سولې او ثبات لپاره يو بل ته لاسونه سره ورکړي او نور د وينې تويېدو مخه ونيول شي.
کړوخېل وويل چې پژواک په دې برخه کې ځانګړې انټرنيټي پاڼه هم جوړه کړې چې په هغې کې د سولې په اړه هر اړخيز معلومات او راپورونه خپرېږي. په دې پاڼه کې خبرونه، تحليلي راپورونه، د شخړو د هواري په اړه راپورونه، مرکې، ليکنې، سوله د اسلام له نظره، د خلکو نظرونه، د سولې په اړه شعرونه، ويناوې، پيغامونه، پرېکړه ليکونه، طرحې، غږيز خبرونه، ويډيوګانې، انځورونه، کاريکاتورونه او د سولې په اړه کتابونه، د وسله والو ډلو پېژندنه، د سولې بهيرونه، د سولې مخکښان ، د سولې برخه کې د مدني ټولنو د فعالو بنسټونو د پېژندنې په اړه معلومات او راپورونه شتون لري.
همدارنګه د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د پژواک ٦٥ خبريالانو کار او کوښښ وکړ چې د شخړو د هواريو په اړه ځانګړي راپورونه، د افغانستان له ٣٤ ولايتونو څخه د سولې په اړه د ٣٥٠ تنو نظرونه او د خلکو د غوښتنو په اړه راپورونه چمتو کړي.
دغه راز پژواک خبري اژانس د يوې دورې په ترڅ کې پنځه تنه د سوله ييز ژورناليزم په برخه کې وروزل. پژواک د ټاکنو او کانونو په برخه کې د ځانګړو راپورونو تر څنګ د سوله ييز ژورنالېزم په برخه کې کار کوي؛ ځکه دا کار د خلکو او هېواد په ګټه دی او د ژورنالېزم يوه نوې څېره د افغانستان په رسنيو کې رامخې ته شوې او نوى والى لري.
د پژواک رييس زياده کړه، کله چې په يوه پېښه کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي او ورځنى خبر يې خپور شي، په تعقيبي راپورونو کې د پېښو د قربانيانو د کورنيو له غړو سره وخت په وخت داسې مرکې او راپورونه چمتو کېږي چې عاطفي اړخ لري، دغه کار د افغانانو په ذهنيت جوړونه کې مرسته کوي.
په ناامنو او خوندي سيمو کې د خلکو د ژوند او سهولتونو په تړاو پرتليز راپورونه ورکول کېږي او ډېر وخت جګړه ځپلو سيمو ته له يوې رغنيزې او جوړېدونکې زاويې څخه کتل کېږي.
کړوخېل وويل: "د يادونې وړ بولم چې د افغانستان په جګړو کې د دې ټولنې د نور قشر تر څنګ د جګړې ډېر زيان زموږ خويندو او ميندو ليدلى او تر نورو دغه قشر د سولې د ټينګښت زيات تږى دى، نو موږ د سولې په اړه په چمتو کړو ټولو راپورونو، مرکو، غوښتنو او نظريو کې دغه مهم قشر ته پوره پاملرنه کړې، له کليوالو ښځينه وو نيولې تر فعالو ښځينه وو پورې يې هغوى د سولې د بېلابېلو اړخونو په اړه پوښتلې او غږ يې تر مسوولو چارواکو پورې وخت پر وخت رسولى يو."
نوموړي څرګنده کړه چې د ښځو غږ د سولې د ټينګښت لپاره تر بل هر چا رښتينى، پر وخت او د زړه له تله دى چې دغه ډول واقعي غږونه د سولې د ټينګښت شونتيا لا ښه پياوړې کولى شي.
د پژواک خبري اژانس رييس زياته کړه چې پژواک د سولې او د خلکو د حقونو په اړه د مدني ټولنې په همغږۍ او مرسته پراخ فعاليتونه په لاره اچولي دي. د بېلابېلو مدني ټولنو مطبوعاتي اعلاميو په خپرولو او د هغوى د فعاليتونو د پوښښ، د يادو ټولنو د رښتيني غږ په پياوړتيا او په دې برخه کې يې ارزښتمن خدمتونه ترسره کړي دي.
پژواک د عامو خلکو سروې ګانې هم چمتو کړې او د سولې په اړه يې د هغوى نظريات او غوښتنې د افغانستان له دولت او نړيوالو ټولنو سره شريکې کړې دي.
د پژواک رييس، د دې ادارې په استازيتوب په افغانستان کې د امريکاد متحده ايالتونو د سولې له انسټيټيوټ (USIP) څخه مننه وکړه چې له دغه اژانس سره يې د سولې په اړه د راپورونو په چمتو کولو کې مرسته کړې ده.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










