مزارشريف (پژواک، ١١ وږى ٩٤): په بلخ ولايت کې پر دېوالونو د کښل شوو ګرافيټي انځورونو لسګونه تصويرونه د دغه ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې نندارې ته وړاندې شول.
د بلخ ولايت په بلخ او چاربولک ولسواليو کې درې مياشتې وړاندې د هيندارې موسسې له خوا پر دېوالونو ګرافيټي انځورونه کښل شوي وو چې د وږي په ۱۱مه نندارې ته وړاندې شول.
په دغه ولايت کې د هيندارې موسسې استازي بريالي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی د بلخ په چاربولک او بلخ ولسواليو کې ۶۰ ځوانانو د ګرافيټي انځورګرۍ په برخه کې وروزل.
نوموړي زياته کړه چې د همدې ځوانانو په مټ يې په دغو ولسواليو کې ۷۲ ګرافيټي انځورونه پر دېوالونه وکښل.
د هغه په وينا چې نن د همدې ۷۳ کښل شوو ګرافيټي انځورونو تصويرونه په مزارشريف ښار کې نندارې ته وړاندې شول.
بريالي وويل چې د دوی له خوا جوړ شوي ګرافيټي انځورونه د سولې، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کمولو، د ټولنيز عدالت او له حکومت سره د ځوانانو نږدېوالي پيغامونه لرل.
د مزارشريف اوسېدونکي محمد شفيق چې په نندارتون کې يې د تصويرونو ننداره کوله، پژواک ته وويل چې په لومړي ځل په دغه ولايت کې د ګرافيټي انځورونو ننداره کوي.
نوموړي زياته کړه چې د تصويرونو له نندارې سره علاقه لري؛ هغه تصويرونه يې خوښ وي، چې ښه پيغامونه لري.
د هغه په وينا، ورته نندارې د ځوانانو په ذهني وده کې ښه رول لوبولی شي، بويه چې زياتې شي.
د هيندارې موسسې استازي بريالي وويل چې دغه نندارتون به تر راتلونکو لسو ورځو پورې د هر چا پر مخ خلاص وي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










