زرنج (پژواک، ١٢ وږى ٩٤): د نيمروز ولايت کروندګر مني چې د کوکنارو کښت حرام دى او که چېرې ورته دولت د بديل کښت زمينه مساعده کړي، نو حاضر دي چې پر ځاى يې ريحان او کونجد وکري.
نيمروز سوېل لوېديځ ولايت دى، که څه هم د کوکنارو د کښت کچه په کې لوړه ده، خو ځايي چارواکي وايي چې دغه ولايت ته نشه يي توکو له کندهار، هلمند، هرات او فراه ولايتونو څخه په قاچاق راوړل کېږي او وروسته يې ايران او بيا اروپا ته لېږدوي.
تېر کال پر شاوخوا ١١ زره هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي وو، خو سږ کال ١٣ زره هکتارو ته رسېږي چې زياته برخه يې له هلمند سره په پوله په دلارام او خاشرود او له ايران سره په پوله د فراه په چهار برجک کې کرل شوي دي.
کروندګر وايي چې د نشه يي توکو مافيا حتى کروندګرو ته له وړاندې پيسې او پور ورکوي او کله چې د کوکنارو حاصلات ټول شي، نو حاصلات په ارزانه بيه د پيسو او يا پور په بدل کې خپل جېب ته اچوي.
کروندګر مني چې د کوکنارو کښت حرام دى، خو له مجبوريته د دغه کښت کرلو ته اړ شوي، ځکه که چېرې حبوبات وکري، نو ګټه نه کوي او حتى زيان يې ډېر وي.
ځيني کروندګر وايي چې که دولت مرسته وکړي، دوى به د کوکنارو پر ځاى کونجد او ريحان وکري.
د خاشرود ولسوالۍ يوه اوسېدونکي غلام صديق پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ١٤ کلونو کې دولت له کروندګرو سره داسې کومه د پام وړ مرسته نه ده کړې چې دوى پرې له کوکنارو را وګرځي.
هغه وايي چې که چېرې مرسته هم شوې، ډېره کمه ده، لکه تېر کال چې د کرنې وزارت د هرو پنځو کروندګرو لپاره يوه ٥٠ کيلويي بوجۍ د کرلو تخم ورکړ، خو سږ کال کومه مرسته نه ده شوې.
دغه کروندګر زياته کړه: ((که چېرې دولت کيمياوي سره او د خړوب نور توکي راکړي، نو حاضر يو چې کونجد او ريحان وکرو.))
کونجدو پخوا ښه بازار درلود، په ځانګړې طريقه ترې بې کلستروله غوړ ايستل کېدل، اوس په ځينو ولايتونو لکه کندوز، بلخ، هرات او کندهار کې ترې کار اخيستل کېږي.
خو له تېرو دوو کلونو راهيسې ريحان په نيمروز ولايت کې دود شوي او له دانو څخه يې په هېواد کې بهر په درمليزو محصولاتو کې کار اخلي. کونجد هم بهر ته صادرېږي.
غلام صديق وايي چې د دلارام او خاشرود خلک هر کال چمتو دي چې د دولت په مرسته کونجد او ريحان وکري.
هغه زياته کړه: ((پوهېږو چې د کوکنارو کښت حرام دى، خو څه وکړو؟ کار وبار نشته، خلک خپلې کروندې په واټرپمپ اوبوي، د غنمو او نورو توکو کرل زموږ لګښت نه شي پوره کولى.))
دا کروندګر چې لس جرېبه ځمکه لري وويل چې تېر کال يې له کوکنارو څخه حاصل اخيستى، اوس يې د کر وخت دى، د دولت د مرستې په تمه دي، که چېرې دولت بې تفاوته پاتې شي، نو اړ دي چې بيا هم کوکنار وکري.))
د نيمروز د کرنې او مالدارۍ مشر محمد اکبر شريفي وايي، په ګاونډو ولايتونو لکه هلمند کې کروندګر ريحان او کونجد کرلو ته مخه کړې، د نيمروز کروندګر هم کولى شي چې دا محصول تجربه کړي.
هغه وويل: ((کروندګر پوهېږي چې د کوکنارو کښت غير قانوني او نا مشروع دى، پيسې يې بې برکته دي، له همدې امله غواړي چې پاک او حلال کښت ولري.
د کوکنارو بل بديل زعفران دي چې عمدتاً په هرات او بيا په نورو ولايتونو کې په تېره يوه لسيزه کې دود شوي دي.
له دې ګران بيه او ګټور نبات څخه د طبي درملو په جوړولو کې کار اخيستل کېږي او بهر ته استول کېږي، هر کال ميليونونه ډالر عوايد ترې ترلاسه کېږي.
کوکنار د تورې طلا (سره زر) په توګه د خلکو د بدنامۍ ګڼل کېږي.
د نيمروز يو قومي مخور معلم حضرت ګل وايي:((پخوا وختونو کې دوه ډوله سره زر و، يو يې سره او بل ګاڼې، دويم يې سپينه طلا، پمبه او ورته نور څېزونه وو، خو اوس توره طلا راوتې چې نشه يي توکي دي او خلک تباه کوي.))
هغه زياته کړه چې د افغانستان لپاره د شرم داغ دى، څوک چې په نشه يي توکو روږدي کېږي، نو هېڅ شى دى، خپل هر څه له لاسه ورکوي او د ټولنې د اوږو بار ګرځي.
دغه مخور وويل چې غوره کار، د نشه يي توکو د کښټ او قاچاق څخه مخنيوى او حلال کښت ته د کروندګرو هڅول دي.
کروندګرو وايي چې نشه يي توکي يوه منفوره ښکارنده ده چې عوايد يې د دولت د وسله والو مخالفينو جېبونو ته ځي.
د نيمروز د زرنج يوه ځمک وال عبدالقيوم وويل: ((طالبانو تر خپل واک لاندې سيمو کې له خلکو عشر اخلي او دا پيسې د جګړې د دوام لپاره کاروي.))
هغه زياته کړه چې دولت بايد کروندګرو ته د حلال کښت زمينه مساعده کړي، دوى ته تراکتور، نفتي توکي، سرې او کرنيز تخمونه چمتو کړي.
سرچينې زياته کړه چې له کروندګر نه د وسيلې په توګه کار اخيستل کېږي، چندان پانګه نه لري چې پر کرونده يې ولګوي، د هغه حاصلات د ده تجربې دي، که چېرې کروندګر په خپله کرونده کې زيان وکړي، په راتلونکي کې هغه زړي نه کري.
د ده په خبره، عبدالقيوم په اوسنيو شرايطو کې چې کرنه د واټرپمپ، تېل، موبلايلو او پرزه جاتو له اړخه زيات لګښت لري، کروندګر له دولتي مرستې پرته نه شي کولى چې کښت وکړي او اړ کېږي چې د کوکنارو کرلو ته مخه کړي.
هغه زياته کړه، له دولت غواړي چې د کوکنارو د کښت مخه ونيول شي، خو د دې لپاره له کروندګرو سره مرسته، کرنيزو محصولاتو ته بازار موندل، د سړو خونو جوړول او د موادو ورکول اړين دي.
د نيمروز د کرنې او مالدارۍ مشر وايي چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او قاچاق تاريخي مخينه نه لري او دا ښکارنده د جګړو او نا مساعدو امنيتي حالاتو په سبب دود شوې ده.
هغه وويل: ((موږ کروندګر هېر کړى، کله چې موږ له کروندګر سره مرسته نه شو کولى او که چېرې وي هم نا څيزه دي، کروندګر اړ دى چې کوکنار کرلو ته مخه کړي.
شريفي زياته کړه، غوره ده چې د حلال کښت له کروندګرو سره مرسته وشي، د بېلګې په ډول لمريزه برېښنا ورکړل شي، پورونه ورکړل شي، څو کروندګر حلال کر وکري.
د کرنې او مالدارۍ رييس د بېلګې په ډول وويل چې د چخانسور ولسوالۍ په يو هکټار ځمکه کې ٦٠ زره ټنه هندواڼې او او په يوه هکتار نوره ځمکه کې ٤٠ زره ټنه خټکي اخيستل شوي دي.
سږ کال په نيمروز کې د تېر کال په پرتله هندواڼې اوخټکي د تېر کال په پرتله ١٤٠ زره ټنه زيات حاصل ورکړى او هره ورځ د کابل په ګډون نورو ولايتونو ته په لسګونه موټر ترې بارېږي او صادرېږي.
د نيمروز د کرنې چارواکي وايي چې سږ کال د دې دوو خوږو مېوو حاصلات ٣٠٠ زره ټنو ته رسېږي، په داسې حال کې چې د تېر کال حاصلات ١٦٠ زره ټنه وو.
که څه هم په نيمروز ولايت کې د کوکنارو د کښت کچه لوړه ده، خو ډېر هغه کسان چې په نشه يي توکو روږدي دي، له ايران څخه را ستنېږي.
د نيمروز د عامې روغتيا رياست د معلوماتو له مخې، د روږدو شمېره له ١٠ نه تر ١٢ زور پورې ده چې ٦٠٠ يې ښځې دي او د دوى له ډلې يې ٩٠ سلنه ايران ته د کار لپاره تللي وو او روږدي شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې يوه تازه سروې ښيي چې په افغانستان کې د روږدو او د ځينو نشه يي توکو د کاروونکي شمېره د ٢٠١٢ کال په پرته له ١.٦ ميليونو څخه درې ميليونو کسانو ته لوړه شوې ده.
په دې ملي سروې کې چې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت او عامې روغتيا وزارتونو له خوا د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې او قانون پلي کولو ادارې له خوا ترسره شوې، راغلي چې پر دغه بنسټ د افغانستان له دېرش ميليوني اټکليز نفوس څخه شاوخوا ١١ سلنه افغانان پر نشه يي توکو روږدي دي.
له بلې خوا چارواکي وايي چې پخوا په هېواد کې د روږد د درملنې ظرفيت يو سلنه و، خو نشه يي توکو ته د تقاضا کمښت د پاليسي جوړولو نه وروسته د روږدو د درملنې کچه شاوخوا شپږ سلنې ته رسېدلې او په پام کې لري چې تر پنځو راتلونکو کلونو پورې د روږدو د درملنې ظرفيت ٣٠ سلنې ته اوچت کړي.
د دوى په خبره، پخوا په ټول هېواد کې د روږدو د درملنې ٥٠ مرکزونه موجود وو، خو اوسمهال يې شمېره څه باندې ١٦٧مرکزونو ته رسېږي او د زرګونو روږدو درملنه په کې شوې ده.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










