منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۳ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د جهاد د قربانيانو د انځورونو نندارتون پرانيستل شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

کابل (پژواک، ۱۵ وږى ۹۴) : د افغانستان د تېر جهاد د سرښندنو د ستايلو په موخه  په کابل کې د قربانيانو د انځورونو نندارتون پرانيستل شو.

دغه نندارتون چې د وږي په ١٥مه، د کابل په ملي ګالرۍ کې د اجراييه رياست او يو شمېر سياسي او ټولنيزو بنسټونو له خوا پرانيستل شو، په ۱۸ غرفو کې د سلګونه قربانيانو انځورونه نندارې ته وړاندې شوي او تر يوې اوونۍ پورې به پرانيستى وي .

په ځينو غرفو کې د څرخي پوليګونو ته ورته ځايونه جوړ شوي چې په کې ګڼ شمېر په وينو لړلي جسدونه او د قربانيانو د انځورونو تر څنګ په شنو ټوکرو پوښل شوي قبرونه هم جوړ شوي.

د دې نندارتون په پرانيسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ او کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو د وزارتونو د چارواکو تر څنګ يو شمېر جهادي ګوندونو او د ټولنيزو ټولنو استازو هم ګډون درلود.

د شهيدانو او معلولينو په چاروکې د اجراييه رياست سلاکار سلطانعلي مرتضی نېکزاد ددې نندارتون د پرانستې پر مهال خبريالانو ته وويل چې ددې نندارتون د پرانيستلو موخه د "شهيدانو" يادونه اود هغوی د مېړانې ستايل دي.

هغه وايي: "د شهيدانو د خاطرو ياد او د هغوی د مېړانو ستايل په اصل کې د خپلواکۍ ساتل او ستايل دي."

د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو د وزارت مرستيال واصل نور مهمندددې نندارتون پرانيستل د قربانيانو د مېړانې او سرښندنو د ياد او ستايلو ښه لار وبلله او زياته يې کړه چې دغو "شهيدانو" د هېواد خپلواکۍ او ملي نواميسو د ساتنې لپاره قرباني ورکړې او تل بايد ددې کسانو ياد ژوندی وساتل شي.

هغه زياته کړه: "د همدې "شهيدانو" د مېړانې او سرښندنو برکت دی چې نن په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت رامنځته شوی ،نو اړېنه ده چې دغه حکومت د" شهيدانو" او معلولينو له کورنيو سره هر اړخېزې مرستې وکړي."

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي چارو مرستيالې سيدې مژګان مصطفوي بيا د هېواد په ټولو رسنيو غږ وکړ چې د "شهيدانو" د اوونۍ په اوږدو کې خپل نشرات ددې ورځې له روحيې سره سم نشر ته چمتو کړي.

خو د "شهيدانو" د کورنيو يو شمېر  غړي بيا د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت او د جهادي ګوندونو له کړنو ناخوښه برېښيدل او ويل يې چې ډېر داسې د" شهيدانو" کورنۍ شته چې د کورنۍ هېڅ سرپرست نه لري او اړونده ارګانونو هېڅ توجه نه ده ورته کړې.

حمېرا امين چې په خپله يې هم د څرخي پله په زندان کې دوه کاله او شپږ مياشتې تېرې کړي او د جهاد په دوران کې يې درې وروڼه ( محمدضياء امين، محمدشفېع امين او محمدخالد امين) د کمونستي نظام د چارواکو له خوا  وژل شوي ، پژواک خبري اژانس ته وويل:"اصلا خبرو او مرکې ته اړتيا نشته، کومه دي هغه بينا سترګې چې د قربانيانو له کورنيو سره مرسته او لاسنيوی وکړي."

هغې د خپلو درېيو وژل شويو وروڼو انځورونه مخې ته د چغو او سلګيو پر مهال پر حکومتي چارواکو غږ وکړ چې لږ تر لږه دې د قربانيانو د کورنيو ستونزو ته پام او رسېدنه  وکړي.

ټاکل شوې  چې د وږي د مياشتى له ١٨ تر٢٤ نيټې د شهيدانو اوونۍ ونمانځل شي .

د کار، ټولنيزو چارو ، شهيدانو او معلولينو وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې د دوه ميليونو په شاوخوا کې د شهيدانو او معلولنيو  د کورنيو وارثين شته چې له دغه وزارت سره تر اوسه  يواځې ۲۵۰ زره کورنۍ ثبت شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور