منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۹ غ.م
۱۰°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ده سبز ولسوالۍ د ځينو سيمو نوي سلنه انګور او نور حاصلات ږلۍ زيانمن کړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۵۱ کتنې

کابل (پژواک، ۱۵وږى ۹۴): د کابل د ده سبز ولسوالۍ د ځينو سيمو د انګورو باغونه او نور کرنيز حاصلات ۹۰ سلنه ږلۍ زيانمن کړي او خلک يې له دولته د مرستې غوښتنه کوي.

د وږي مياشتې په ۱۳مه، د جمعې ورځې په مازيګر د د ده سبز اړوند د تره خېلو، ده يحيی، خواجه چاشت، قلعه اعظم، قلعه افضل، منار او د بختيارانو د کليو د انګورو باغونه او نورو کرنيز فصلونه ږلۍ زيانمن کړي دي.

د تره خېلو کلي اوسېدونکي او ژورناليست علم الدين فيضي پژواک خبري اژانس ته وويل، د جمعې د ورځې په مازيګر سختې ږلۍ د تره خېلو د کلي د انګورو باغونه، رومي بادنجان، کچالو او نور ټول فصلونه زيانمن کړي دي.

فيضي چې شاوخوا ۳۰ جريبه د انګورو باغونه لري، وايي: "موږ تقريبا د انګور ۵زره ونې لرو، سختې ږلۍ په څو دقيقو کې په پوره ډول زيانمن کړل، نه يواځې انګور، بلکې نور کرنيز کښتونه، لکه رومي بادنجان، کچالو او ګڼ شمېر کرنيز حاصلات يې له منځه وړي دي."

دی زياتوي، لږ او ډېر انګور چې پاتې و، هغه هم ږلۍ وهلي چې د پلورل کېدو نه دي او د ورستېدو په حال کې دي.

د ده په وينا، د دې سيمو اوسېدونکي ۸۵ سلنه بزګر دي او د خپل ژوند ټولې اړتياوې د دې باغونو او فصلونو د حاصلاتو له ترلاسه کولو پوره کوي، چې دې افت يې هرڅه له منځه يوړل.

د تره خېلو د کلي يوه بزګر عبدالقادر کاکا پژواک خبري اژانس ته وويل، سختې ږلۍ يې د انګورو ټول باغ له منځه وړی دی.

هغه زياته کړه: "د جمعي مازيګر مهال د تره خېلو پر کلي سخت افت راغی، د دې کلي د خلکو يو کلن زيار او زحمت يې له خاورې سره خاورې کړ؛ اوس انګور پاخه شوي وو او د حاصلاتو د راټولېدو وخت و، خو سختې ږلۍ زموږ د خلکو ټول حاصلات له منځه يوړل."

د نوموړي په خبره،، نه يواځې د انګورو باغونه، بلکې نور فصلونه يې هم له منځه وړي.

دی وايي: "دا مو د ټول کال خواري وه او دا چې له دې حاصلاتو خپلې اړتياوې پوره کړو، ټول کال مو قرضونه کړي دي."

د ده په وينا، د دې کلي اوسېدونکي د دولت مرستو ته سخته اړتيا لري او د ملی يووالي له حکومت او اړوندو ادارو غوښتنه کوي، چې د تره خېلو کلي ته يو پلاوی ولېږي، ترڅو زيانمنې شوې سيمې له نږدې وګوري او محتاجو خلکو سره مرستې وکړي.

عبدالقادر کاکا د تره خېلو او نورو زيانمونو سيمو د اوسېدونکو په استازيتوب له دولت نه د مرستې غوښته وکړه او ويې ويل: "موږ خو تباه شو، ټول حاصلات مو له لاسه ورکړل، له دولت نه مو غوښتنه دا ده، چې له موږ سره مرسته وکړي، چې حد اقل موږ وکولای شو خپل ژوند پرمخ يوسو."

د کابل ولايت د کرنې مشر حشمت الله عنايت پژواک خبري اژانس ته وويل، له بده مرغه ږلۍ د ده سبز ولسوالۍ يو شمېر کرنيز حاصلات په ځانګړي ډول د انګورو باغونه زيانمن کړي دي.

هغه وايي: "موږ هم له دې طبيعي افت نه خبر شو، د نظارت ډلې مو سيمې ته ولېږلې، ترڅو زيانمن شوې سيمې له نږدې وګوري او اوښتي زيانونه يې تثبيت کړي."

د ده د معلوماتو له مخې، تره خېل او ده يحيی هغه سيمې دي چې تر ټولو ډېرې زيانمنې شوې دي.

نوموړي زياته کړه، تر يوې اوونۍ پورې به د دوی څېړنې بشپړې شي او د کرنې وزارت ترڅنګ نورو اړوندو ارګانونو ته به پوره معلومات ورکړي، ترڅو له زيانمو بزګرانو سره مرستې وکړي.

دی وايي، کله چې د دوی څېړنې بشپړې شي، نو تر هغه وروسته به له زيانمونو بزګرانو سره مرستې وکړي.

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه