کابل (پژواک، ١٧وږى ٩٤): د هرات د کرنې له رياست سره د دېرشو او د لوګر د کرنې له رياست سره د ١٢ موټرسايکلونو مرسته وشوه.
دا څرګندونې په لوېديځ زون کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې (NHLP) مشر انجنير محمديوسف غورياني نن پژواک خبري اژانس ته وکړې.
هغه وويل چې دغه موټرسايکلونه د يادې پروژې له لارې د هرات او لوګر د کرنې رياستونو ته ورکړل شوي دي.
غوريانى وايي، له دغو موټرسايکلونو به د هرات او لوګر د کرنې رياستونه په لرو پرتو سيمو کې د بڼوالۍ او سبو د کښت د ترويج په برخو کې کار واخلي.
د ده په وينا، د يادې پروژې له لارې په ولايتونو کې د کرنې او مالدارۍ له رياستونو سره په بېلابېلو برخو کې تخنيکي او فني مرستې کېږي تر څو د وړتيا لوړولو په برخه کې کار وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










