منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۳ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“پوليګون دې په رسمي توګه د شهيدانو ارامګاه شي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۶ کتنې

کابل (پژواک، ١٩ وږى ٩٤): د قربانيانو په ياد غونډه کې له حکومت غوښتنه وشوه، چې پوليګون په رسمي توګه د "شهيدانو د ارامګاه" په نوم ونوموي او د يادو جنايتونو عاملين بايد مجازات او محاکمه شي.

 دغه مراسم نن د کابل د پلچرخي د پوليګون د ډله ييزو قبرونو په سيمه کې تر سره شول، چې د قربانيانو د کورنيو له سلو څخه زياتو کسانو چې د کورنۍ غړي يې د کمونستي او له هغه څخه د وروسته رژيمونو پر مهال وژل شوي وو.

 د کابل په پلچرخي د پوليګون سيمه، په ١٣٥٨ لمريز کال کې د کمونسټي رژيم د مخالفينو د ډله ييزې وژنې د ځاى په نوم ياديږي، چې په دې وروستيو کې په ياده سيمه کې ډېر ډله ييز قبرونه په دغه سيمه کې موندل شوي دي.

د اجراييه رياست د شهيدانو د چارو سلاکار مرتضى نيکزاد، په دغو مراسمو کې له حکومت وغوښتل چې راتلونکي کال پورې ياده سيمه په رسمي توګه د "شهيدانو د ارامګاه" په نوم اعلان کړي.

هغه زياته کړه، شهيدان هغه کسان دي چې د دښمنانانو پر وړاندې يې له هېواد او ناموس څخه د دفاع په موخه خپل ځانونه له لاسه ورکړل.

د افغانستان د قراني عالي شورا مشر عباس حسن زاده پژواک ته وويل، چې دغه کسان له کوم جرم پرته له جوماتونو، کورونو او بازارونو راټول او په ډله ييز ډول له خاورو لاندې شول.

 هغه له حکومت وغوښتل، چې له شهيدانو څخه د يادونې په موخه، چې د پوليګون سيمه، دېوالونه او شا وخوا لوري يې په ګلونو وپوښي.

 نجيب الله فيضي چې خپل پلار يې د ډاکټر نجيب الله د حکومت پر مهال له لاسه ورکړى، وويل چې د يادو ډله ييزو قبرونو او نورو پېښو د قربانيانو عاملين چې د کمونسټي حکومتونو، تنظيمي جګړو، طالبانو د حاکميت او د امريکايي ځواکونو په بريدونو کې وژل شوي دي، بايد محاکمه شي.

 هغه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، چې اوس هم د يادو وژنو يو شمېر عاملين په لوړو دولتي پوسټونو کار کوي او دوى بايد له خپلو دندو ګوښه او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

 د يادو قربانيانو د کورنۍ يوه غړي محمدرفيع رستمي چې په دغو مراسمو کې يې ګډون درلود، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د حفيظ الله امين د واکمنۍ پر مهال يې خپل تره او څلور د تره زامن له لاسه ورکړي دي.

د کابل ښار يوه اوسېدونکې شريفه احمدي، چې د پلچرخي په پوليګون کې د ډله ييزو قبرونو سيمې ته راغلې وه، وويل چې خپل پلار او يو ورور يې د کمونيسټي رژيم پر مهال له لاسه ورکړي دي.

نوموړې هم له پژواک سره د خبرو پر مهال وويل: " موږ له حکومته غواړو چې ټول جنګي جنايتکاران محاکمه کړي."

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور