Language

په خوست کې د شهید اونۍ ولمانځل شوه

   خوست (پژواک، ٢٠وږى ٩٤) : په خوست ولایت کې د شهید اونۍ د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه .

په یادو مراسمو کې خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي،امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت،د ولایتي شورا ریس امیرالله زړه سواند او د شورا غړو، د ملي امنیت مرستیال ،د سولې ولایتي کمېټې مسوول ،جهادي قوماندانانو،د شهیدانو وارثینو،قومي مشرانو،د سیاسي احزابو استازو، د مدني ټولنو فعالینو،خبریالانو او د دولتي ادارو مسوولینو ګډون کړی وو .

 خوست والي حکم خان حبیبي وویل ، د شهید اونۍ ددې لپاره یو ښه فرصت دی چې د شهیدانو له قربانیو او سرښندنو یادونه کیږي او د هغوی لپاره د هېواد په ګوټ ، ګوټ کې دعاګانې وشي .

نوموړي وویل هغه چا چې د دې هېواد د ازادۍ ، خپلواکۍ ، ملي او اسلامي ارزښتونو لپاره ځانونه  قرباني کړي،باید له اولادونو او کورنیو سره یې مرسته وشي، ده په ټولو شتمنو او بډایه خلکو غږ وکړ چې د ستونزو او مشکلاتو پرمهال د یتیمانو، کونډو او بورو مېرمنو لاسنیوی وکړي .

 حبیبي زیاته کړه چې په افغانستان کې روانه جګړه استخباراتي ده او په افغانانو تپل شوې ده .

دده په خبره ، که چېرې افغانان په خپلو کې یو شي، کولی شي له شته بحران او تپل شوې جګړې څخه په بریالیتوب سره ځانونه راوباسي، په همدې اساس یې په ټولو ولسونو غږ وکړچې ملي یووالي ته کار وکړي او د یوه وجود په توګه دې له شته ستونزو سره مبارزه وکړي .

خوست والي د خپلې وینا پرمهال وویل چې سوله د افغانانو هیله او غوښتنه ده، د همدې لپاره افغان حکومت وسله والو مخالفینو ته د ملي پخلاینې غېږه خلاصه کړي ده. په  وسله والو مخالفینو یې غږ وکړ چې له جنګه لاس واخلي او سلاح په ځمکه کېږدي، ترڅو نور په دې هېواد کې د افغان وژنې پرځای د هېوادجوړونې لپاره ګډ کار وشي .

د مجاهدینو د ملي،اسلامي او جهادي شورا مشر مولوي سردار ځدراڼ او جیدعالم مولوي نصرالله قاسمي د خپلو خبرو پرمهال افغانان وستایل چې د تاریخ په اوږدو کې ېې د اسلام د مقدس دین،د ګران هېواد د خپلواکۍ او ملي نوامیسو لپاره په نړۍ کې له هربل هېواد او قوم څخه زیاته قرباني ورکړي ده .

دوی وویل چې پرون افغان ولس د هېواد د خپلواکۍ او ازادۍ لپاره مبارزه کړې او دا د وخت اړتیا وه چې افغانان باید قرباني ورکړي خو نن افغانستان دې ته اړتیا لري چې ټول قومونه او سیاسي احزاب یواځې د افغان ترنامه لاندې راټول شي او د سولې ، ثبات او ملي یووالي د ټينګښت لپاره اغېزمنې هلې ځلې وکړي .

دوی ولایتي ادارې ته ډاډ ورکړ چې د خوست ولایت مجاهدین او دیني عالمان به له افغان حکومت سره د سولې او امنیت په ټينګښت کې پوره مرسته کوي . 

 

login or register a new account.