کابل (پژواک،٢١ وږى ٩٤): يو شمېر کسان وايي، ١٢٠ کسان چې بيت الله شريف ته د تللو ټول پړاوونه يې ترسره کړي دي، د ويزې ورکولو د سيستم بندېدو له امله د حج فريضي له اداکولو څخه پاتې کېږي.
خو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د دې کسانو شمېر ٥٠ کسان ښيي.
د بلخ ولايت د خُلم ولسوالۍ اوسېدونکي نظرمحمد وويل، بيت الله شريف ته د تللو ټولې مرحلې يې بشپړې کړي او د زيارت کوونکو اړوند کارت يې هم ترلاسه کړى دى؛ خو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارواکو نن ورته ويلي، چې د عربستان سفارت د ده او يو شمېر نورو زيارت کوونکو ويزې اجرا کړي نه دي.
نوموړي چې د ياد وزارت انګړ کې يې له پژواک سره خبرې کولې، وويل: "د پارلمان ځيني وکيلان چې تازه راغلي دي، لومړى د هغوى کار تر سره کوي؛ خو موږ چې له ١٥ ورځو راهيسې دلته يو، څوک مو پوښتنه او ګروېږنه هم نه کوي."
هغه زياته کړه، دى او د شهيدانو ورثې يو شمېر نور کسان عربستان ته د تللو لپاره پرون کابل هوايي ډګر ته غوښتل شوي وو؛ خو د هغوى سفر وځنډېد.
نوموړي د اندېښنې په څرګندولو سره وويل: "کله چې له کلي څخه کابل ته راغلو، ختم او خيرات مو وکړ، ټولو دعاوې وکړې چې په خير حج ته ولاړ شو او بېرته راشو او ولسمشر هم تېره ورځ له موږ سره مخه ښه وکړه؛ خو اوس مسوولين وايي، چې پاسپورټونو کې مو ويزه صادر شوې نه ده، موږ چېرته لاړ شو او چا ته شکايت وکړو."
د ننګرهار ولايت د شهيدانو ورثې بل غړي سيدعمر وويل، له ټولو ستونزه سربېره له يوې مياشتې راهيسې کابل کې اوسېږي، ٦٠زره افغانۍ يې لګولې دي او څو ورځې په هوايي ډګر کې انتظار وو؛ خو اوس ورته ويل شوي چې ويزه ورته صادر شوې نه ده او عربستان ته نه شي تللى.
هغه زياته کړه: "حج ته د تللو دا ونډه د ننګرهار خوګياڼو ولسوالۍ د وزير سيمه کې له وسله والو مخالفينو سره په جګړه کې زما د زوى د وژل کېدو له امله راکړل شوې ده."
د حاجيانو هغه نوملړ چې له ويزو څخه پاتې شوي دي، د يادو دوو کسانو په ګډون د ٥٠ کسانو نومونه په کې شتون لري، چې دا نوملړ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت کې ځوړند دى.
خو د کابل د خاکجبار ولسوالۍ اوسېدوونکي عظيم خان وويل، د هغه او ٢٩ نورو کسانو نومونه په ياد لست کې نه شته، خو هغوى ته هم ويل شوي، چې له ويزې پاتې شوي دي.
عظيم خان زياته کړه: "تلويزيون د جمعې په ورځ اعلان وکړ، هغه حاجيان چې د پرواز شمېرې يې تر ٤٤٠٠ پورې وي، بايد هوايي ډګر کې حج ته د استولو لپاره حاضر وي؛ خو زما د پرواز شمېره چې ٤٣٥٢ ده، هوايي ډګر ته لاړم؛ راته وويل شول چې پاسپورټونه مو تر اوسه چمتو نه دي او راتلونکى کال راشئ."
خو د ارشاد، حج او اوقافو د حج او زيارت رييس قاضي فيض محمد مختار وويل، يواځې ٥٠ کسان حج ته له تللو څخه له دې امله پاتې دي، چې عربستان دولت د ويزو ورکولو سيستم بند کړ.
نوموړي وويل، د دې ٥٠ کسانو نوملړ په وزارت کې ځوړند دى.
هغه زياته کړه، هڅې روانې دي چې د يادو پنځوسو تنو ستونزه ډېر ژر هواره شي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه د افغانستان له ٢٤زرو ورکړل شوې ونډې څخه ٢١١٨٤ زيارت کوونکي سعودي عربستان ته استول شوي دي.
سرچينې زياته کړه، دا مهال ٢٦٠٠ زيارت کوونکي کندهار او ٢٠٠ نور کابل کې سعودي عربستان ته د پرواز په تمه دي او وروستى پرواز د سه شنبې په ورځ (د وږي ٢٤مه) تر سره کېږي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










