خوست ښار (پژواک، ٢٣ وږى ٩٤): د خوست په دوو ولسواليو کې سلګونو ښوونکو کاري اعتصاب کړى او د ٥٨زره زده کوونکو پر مخ يې د ښوونځيو دروازې تړلې دي.
د خوست په تڼيو او ګربزو ولسواليو کې سلګونو ښوونکو د ٧١ ښوونځيو دروازې د زده کوونکو پرمخ تړلې او وايي چې د حکومت له لوري ښوونکو لپاره ځانګړې شوې ځمکه نه ورکول کېږي.
يادو ښوونکو د وږي په ٢٣مه په ټنيو ولسوالۍ کې اعتراضيه غونډه جوړه کړې وه.
د ښوونکو په استازيتوب د ګربزو ولسوالۍ د غازي اباد ښوونځي ښوونکي فيض محمد ځلاند پژواک خبري اژانس ته وويل چې حکومت بايد په دغه ولايت کې د ښوونکو لپاره ځانګړې شوې د ځمکې نومرې ووېشي.
هغه وايي چې د ښوونکو لپاره د ټنيو ولسوالۍ د سيګۍ په سيمه کې ځمکه ځانګړې شوې خو په دې وروستيو کې يې د يو شمېر کسانو له خوا غصب پيل شوى دى.
ځلاند وايي: ((نهه کاله مخکې يې ټول قانوني مراحل طی شوي، خو موږ ته خپل حق نه دی راکړل شوی. د دې ځمکې په غصب کې زورواکي، چارواکي او نور بېلابېل کسان لاس لري.))
د تڼيو ولسوالۍ يو ښوونکي بادشاه مسلميار پژواک ته وويل که څه هم دولتي چارواکو ورسره هر ځل د يادو نومرو د وېش ژمنې کړې، خو په عمل کې يې هېڅ اقدامات نه دي کړي.
هغه زياته کړه: ((که ښوونکي په رښتيا سره د ټولنې او نړۍ لارښودي بلل کېږي، نو بيا ښوونکو ته ولې خپل حق نه ورکول کېږي؟))
بل ښوونکى هدايت الله مسعودي وايي که دولت يې غوښتنې ونه مني، خپل اعتصاب ته به دوام ورکړي او دغه راز سوله ييز لاريونونه به وکړي.
هغه وويل: ((دولت مکلف دی چې زموږ غږ واوري. که چېرې موږ ته خپل حقوق را نه کړل شي، موږ به تر ارګ پورې ځانونه ورسوو او پر پراخو لاريونونو به لاس پورې کړو.))
دغه راز د خوست د پوهنې رياست تدريسي مرستيال مطيع الله فضلي هم له پژواک اژانس سره په خبرو کې ومنله چې د تڼيو د سيګۍ په دښته کې د ښوونکو ځمکه څه ناڅه غصب شوې ده.
خو هغه ښوونکو ته د خبرداري په ډول وويل، هېڅوک دا حق نه لري چې د زده کوونکو پر مخ ښوونځي وتړي او د زده کړو بهير يې له ځنډ او خنډ سره مخ کړي.
login or register a new account.