منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۴ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په لوګر کې د شهيد اونۍ په مناسبت يو پارک جوړيږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

پل علم(پژواک،٢٣وږى٩٤): د لوګر والي وايي چې د شهيد د اونۍ په مناسبت به په دې ولايت کې يو پارک جوړ کړي او د شهيدانو د کورنۍ غړو ته به د کار زمينه برابره کړي.

د لوګر والي محمد حليم فدايي دغه څرګندونې د وږي په ٢٣مه  په هغه غونډه کې وکړې چې د شهيد اونۍ په مناسبت په پل علم ښار کې جوړه شوې وه.

فدايي وويل په پام کې لري چې په دې ولايت د شهيد د اونۍ په مناسبت يو پارک جوړ کړي او د پنځه ميليونو امريکايي ډالرو په لګښت به ځينې نورې پروژې هم پلې کړي.

هغه وايي چې په دې پروژو کې به د شهيدانو د کورنيو نارينه او ښځينه غړو ته د کار زمينه برابره کړي.

هغه زياته کړه : ((په دې پروژو کې به د مالدارۍ فارمونه، د لاسي صنايعو دستګاه ګانۍ او ځينې نورې پروژې شامل وي ترڅو د شهيدانو ورثه و ته د کار زمينه برابره شي.))

فدايي وايي چې يو کمېسيون ټاکلى ترڅو د شهيدانو د کورنيو تر ټولو اړ ٣٥٠ غړي پيدا کړي.

هغه وايي چې دې کسانو ته به هره مياشت د ولايت له لوري پنځه_ پنځه زره افغانۍ تنخوا ورکول کيږي ترڅو له ډيرو ستونزو سره مخ نه شي.

فدايي له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې د سولې له پروسې سره يوځاى شي ځکه د جګړې له لارې نه شي کولى خپلو موخو ته ورسيږي.

دغه راز په ياده غونډه کې پخواني جهادي قوماندان احسان الله وويل چې حکومت بايد د شهيد د اونۍ په مناسبت د سولې پروسه کړندۍ کړي.

هغه وويل چې حکومت بايد د طالبانو غوښتنې ومني او اساسي قانون ته بايد تغير ورکړي ترڅو په راتلونکي کې په هېواد کې د کونډو او يتيمانو شمېره ټيټه شي.

دغه راز د لوګر د ولايتي شورا مشر حسيب الله ستانکزي وويل چې وسله وال طالبانو د پرديو په وينا جګړه روانه کړې او د دې جګړې ګټه هم پرديو ته رسيږي.

هغه هم له طالبانو غوښتنه وکړه چې نور جګړه پريږدي او د سولې له پروسې سره يو ځاى شي.

د شهيد د اونۍ په مناست د لوګر والي او د دې ولايت ځينو نورو چارواکو پوځي يونيفورمونه په ځان کړي او په هېواد کې يې د سولې د راوستو په موخه يو شمېر سپينې کفترې هم هوا ته والوځولې.

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور