منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۰ غ.م
۱۰°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان يو ځل بيا د کوکنارو ستر تولېدوونکى هېواد اعلان شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۶ کتنې

واشنګټن (پژواک، ٢٤ وږى ٩٤): امريکا اعلان کړى چې افغانستان او پاکستان په نړۍ کې په غير قانوني توګه تر ټولو ډېر د نشه يي توکو هېوادونه دي.

له سپينې ماڼۍ په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر بارک اوباما کانګرېس ته په يوه استول شوي راپور کې ويلي، د هغو ٢٢ هېوادونو يادونه کړې چېرې چې په غير قانوني توګه د نشه يي توکو کر او توليد کېـږي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو هېوادونو کې د افغانستان او پاکستان تر څنګ بهاماس، برازيل، بولويا، برما، کولمبيا، کوسټاريکا، د ډومينيک جمهوريت، ايکواډرو، ايلسلواډور، ګواټيمالا، هيټي، هندوراس، هندوستان، جميکا، لاووس، مکسيکو، ناکاراګوا، پاناما، پيرو او وينزويلا شامل دي.

اوباما په دغه راپور کې ويلي چې د بولويا، برما او وينزويلا حکومتونو په تېرو ١٢ مياشتو کې په دې کې ناکام شوي دي چې په خپلو هېوادونو کې د نشه يي توکو کر او قاچاق کنټرول کړي.

سرچينې زياته کړې: ((په افغانستان کې د کوکنارو کښت له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې يو له سترو ننګونو څخه دى، دغه هېواد په تېرو ١٦ کلونو کې د کوکنارو د نړۍ يو له سترو تولېدوونکو هېوادونو څخه دى.))

د امريکا د نشه يي توکو د کنټرول او پاليسۍ د دفتر د معلوماتو له مخې، افغانستان په پرله پسې د درېيم کال لپاره د کوکنارو له پلوه د نړۍ ستر تولېدونکى هېواد بلل شوى دى. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه