منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۱ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

يوې کډوالې افغان ښوونکې ته نړيواله جايزه ورکول کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۹ کتنې

کابل (پژواک، ٢٤ وږى ٩٤): د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ يوې افغان کډوالې ښوونکې ته د نجونو د زده کړو په برخه کې نړيواله جايزه ورکوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مطبوعاتي دفتر له خوا د وږي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه افغان ښوونکې عاقله اصفي نومېږي او د پاکستان په پنجاب ايالت کې د کډوالۍ ژوند تېروي.

سرچينې زياته کړې چې نوموړې ته به د کډوالو د (نانسي) جايزه د روان لمريز کال د تلې په ١٦مه نېټه په جنيوا کې د يوې غونډې پر مهال ورکړل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ٤٩ کلنه مېرمن عاقله په ١٣٧١ لمريز کال کې د افغانستان د جنګونو له امله پاکستان ته کډواله او په پنجاب ايالت کې مېشته شوه.

سرچينې زياته کړې چې نوموړې په ياده سيمه کې د هغو افغان نجونو د زده کړې لپاره مبارزه پيل کړه چې له زده کړو بې برخې وې.

 د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر انتوني ګوټيريس د مېرمن عاقلې د هلو ځلو او هڅو ستاينه کړې ده.

هغه زياته کړې: ((معياري زده کړو ته لاسرسى د ماشومانو حق دى، څو دوى د خپل او خپلې ټولنې راتلونکى خوندي کړي.))

انتوني ويلي، د عاقلې اصفي په څېر مېرمنې پوهېږي چې کډوال ماشومان د خپلو هېوادونو او نړۍ راتلونکي دي او دوى بايد زده کړې ترلاسه کړي.

عاقلې مخکې په کابل کې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کړې، خو له جنګونو څخه تر تېښتې وروسته د پنجاب په کوټ چندانان پنډغالي کې مېشته شوه او د نجونو د زده کړې بهير يې پيل کړ.

د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې په ياد پنډغالي کې د ښوونځيو کمښت، ټولنيز او کورني دودونه د نجونو د زده کړې پر وړاندې خنډ وي، خو مېرمن عاقله له دې ستونزو سره سره خپلې مبارزې ته ادامه ورکړه.

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې