منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۵ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د مير محمد صديق فرهنګ د خاطراتو کتاب مخ کتنه وشوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

کابل (پژواک، ٢٦ وږى ٩٤): د هېواد د وتلي ليکوال، مورخ او سياستوال مير محمدصديق د زوکړې سلمه کاليزه ونمانځل  او د هغه د خاطراتو د کتاب مخکتنه وشوه.

دغه پروګرام د خپلواکو رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) د افغانستان د قلم ټولنې او د کابل د خدمتګارانو ټولنې له خوا په کابل کې جوړ شوى و چې په کې لوړپوړو دولتي چارواکو، پخوانيو وزيرانو، د ملي شورا غړو، ليکوالانو، فرهنګيانو ، شاعرانو، د مدني ټولنو غړو او فرهنګ د کورنۍ غړو برخه اخيستې وه.

د سوداګرۍ پخوانى وزير او د صديق فرهنګ زوى مير محمدامين فرهنګ له ټولو راغلو مننه وکړه چې د ده د پلار د زوکړې د سلمې کاليزې او  د هغه د خاطراتو د نوي کتاب په مخ کتنه کې يې ګډون وکړ.

هغه د خپل پلار په ژوند، خدمتونو  او سياست باندې لنډه رڼا واچوله او  ويې ويل  چې هغه په هېواد کې د ملي يووالي غوښتونکى و.

د حکومت د اجرائيه رياست سلاکار او د ميرمحمد صديق فرهنګ لمسى عمر صمد په خپله وينا کې وويل، نېکه يې د خپل ژوند وروستي لس کلونه په کډوالۍ کې تېر کړل او په ډېرو سختو شرايطو کې يې د خپلو خاطراتو کتاب وليکه.

هغه زياته کړه چې د حالاتو له امله هغه خپلو لوړو زده کړو ته ادامه ورنه کړاى شوه، خو د هغه استعداد له امله يې چې لرل، مطالعې ته ادامه ورکړي او خپل معلومات يې زيات کړل.

نوموړي له اوسنيو ځوانانو او محصلينو وغوښتل چې د صديق فرهنګ له معلوماتو او علم څخه استفاده وکړي.

د کابل خدمتګارانو ټولنې مشر عبدالبشير بېژن د صديق فرهنګ پر ژوند رڼا واچوله او ويې ويل چې په هېواد کې دديموکراسۍ لپاره ډېر کار کړى دى.

د دري ادبياتو ليکوال او شاعر پرتو نادري وويل چې صديق فرهنګ په هېواد کې د سياسي سازمانونو بنسټګر يو ښه مدير او رهبر و.

هغه زياته کړه چې صديق فرهنګ په داسې حال کې د تاريخ پر ليکلو پيل وکړ چې په هېواد کې د درباري تاريخ ليکلنه زياته وه.

نادري د صديق فرهنګ د خاطراتو د کتاب په اړه وويل: ((زما په نظر د هېواد د وروستيو لسيزو په اړه دا ټولو خلاصه ترين تاريخ دى، د دغه کتاب په لوستلو سره د ډېرو سياسيونو په اړه زما نظر بدل شو چې پخوا مې يې په اړه لاره.))

د پوهنتون استاد دوکتور سيد عسکر موسوي وويل چې ډېرى تاريخ او خاطرې ليکونکي په خپلو کتابونو کې دروغ ليکي، خو د صديق فرهنګ ځانګړتيا دا ده چې هغه تل رښتيا او حقايق ليکلي دي.

يو شمېر نورو ليکوالو او محققينو هم د صديق فرهنګ پر ژوند، سياست او کتابونو خپلې ليکلې مقالې ولوستلې.

مير محمد صديق فرهنګ د سيد حبيب زوى په ١٢٩٤ لمريز کال کې د کابل د چهاردهي په چهلستون کې زېږېدلى و. د کابل له استقلال لېسې څخه فارغ ، خو لوړې زده کړې يې نه درلودې. فرهنګ د افغان او انګليس په دويمه جګړه کې هم برخه اخيستې وه.

هغه په ١٣٣١ لمريز کال کې په کابل کې تر لاريون وروسته بندي شو، خو کله چې خوشى شو، نو د کانونو او صنايعو وزارت مرستيال او د وخت د صدراعظم ډاکټر يوسف سلاکار شو.

محمد صديق فرهنګ په ۱۳۳۰  کال کې د وطن په نوم اونيزې مجلې د چلوونکي په توګه  دنده ترسره کړې ده. د دې ترڅنګ هغه ګڼ شمېر نورې دولتي هم دندې ترسره کړې دي.

د نوموړي ډېرې مقالې د (روزګار) په نوم يوې مجلې کې خپرې شوي. امريکا کې د کډوالۍ پر مهال فرهنګ خپل تاريخي اثر د (افغانستان په ورستيو پنځو پيړيو کې) په نامه وليکه.

د هغه يو شمېر نور اثار هم چاپ شوي دي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور