کابل (پژواک، ٢٧ وږى ٩٤): د ازادۍ راډيو د خبريال جان اقا الکوزي د جنازې مراسم د ننګرهار ولايت په عيدګاه جومات کې ترسره شول او وروسته بيا په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.
د ازادۍ راډيو خبريال جان اقاالکوزى د وږي په ۲۴مه د ورپېښې ناروغۍ له امله د اتريش د مرکز ويانا ښار په يوه روغتون کې سا ورکړه.
د الکوزي جنازه د وږي په ٢٧مه له ويانا کابل هوايي ډګر ته راوړل شوه او بيا له دغه ځايه جلال اباد ښار ته ولېږدول شوه.
د خداى بښلي جنازه د جلال اباد ښار د عيد ګاه په جومات کې ادا شوه او له هغه وروسته بيا روداتو ولسوالۍ ته ولېږدل شوه او په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شوه.
د جنازې په مراسمو کې دولتي چارواکو، فرهنګيانو او عامو خلکو برخه اخيستې وه.
د جنازى تر مراسمو وروسته د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد اورنګ صميم الکوزى د افغانستان د مطبوعاتو په تاريخ کې يو ځلاند ستورى وباله.
د هغه په وينا، د افغانستان مطبوعاتو ته ستونزمنه ده چې په لنډ وخت کې وکولاى شي د الکوزي ځاى ډک کړي.
جان اقا الکوزى له تېرو ١٣ کلونو راپه دېخوا له ازادۍ راډيو سره دنده ترسره کوله او تر دې وړاندې يې د افغانستان په ملي راډيو تلويزيون کې د خبريال دنده ترسره کړې وه.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










