جلال اباد(پژواک،۲۸ وږی۹۴): د ننګرهار فرهنګيانو او مدني فعالانو په دې ولايت کې د نوميالي ليکوال او ژورنالېست اروښاد جان اقا الکوزي فاتحه واخيسته او د هغه مېړينه يې لويه فرهنګي تشه وبلله.
الکوزي د تېرې سه شنبې په شپه د اتريش هېواد په ويانا کې د ورپېښې ناروغۍ له امله په روغتون کې ساه ورکړه او د جمعې په ورځ د ننګرهار ولايت په خپل پلرنۍ هديره روداتو کې خاورو ته وسپارل شو .
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم د وږي په ۲۸مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د جلال اباد د اميرشهيد په بڼ کې د ختيځو ولايتونو د فرهنګيانو او چارواکو له لوري د نوموړي عمومي فاتحه واخيستل شوه.
هغه زياته کړه : ((ارواښاد جان اقا الکوزی يو مبارز فرهنګي شخصيت و، د هيواد په مطبوعاتو کې يې ډېر خدمات ترسره کړي، چې د يادولو وړ دي.))
د ننګرهار او لغمان واليانو او ورسره ولايتي چارواکو هم په دې مراسمو کې برخه اخيستې وه.
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي په خپلو خبرو کې د ارواښاد الکوزي مېړينه د پښتو فرهنګ او ادب لپاره ستر ضايعه وبلله او يادونه يې وکړه، چې خلک به د هغه خدمتونه له ياده نه باسي.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي بيا د يادو مراسمو په څنډه کې پژواک اژانس ته وويل: ((جان اقا الکوزی له تېرو شلو کلونو راهيسې زما ملګری وو، له خپلې خاورې سره يې بې کچې مينه درلوده.))
ليکوال او ژورناليست شېرشاه همدرد پژواک اژانس ته وويل:(( الکوزی د هيواد پياوړى ژورنالېست او د ازادۍ راډيو خوږژبى وياند و. نن د ننګرهار فرهنګيانو،ژورناليستانو،مدني فعالانو او د ارواښاد کورنۍ د هغه فاتحه واخيسته.))
د جان اقا الکوزي د کورنۍ په استازولۍ د هغه خُسر محمد حسن ولسمل خلکو مننه وکړه،چې د ارواښاد الکوزي د جنازې او فاتحې په مراسمو کې يې په پراخه توګه ونډه واخيسته.
جان اقا الکوزى په ۱۳۳۶ کال کې د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ په کډي کلي کې زيږيدلی، لوړې زده کړې يې د کابل پوهنتون انجنيرۍ پوهنځي کې کړي او تر هغه وروسته يې ماسټري هم کړې ده.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










