کابل (پژواک، ٢٨ وږى ٩٤): د وزيرستان سيمې د وروستيو حالاتو په اړه د افغان ليکوال په لاس ليکلى کتاب (وزيرستان وروستى تمځاى) له نوو زياتونو سره بيا چاپ او خپور شو.
د افغان ژورنالېست او ليکوال نذيراحمد سهار په لاس ليکل شوى دغه کتاب کې چې د وزيرستان تاريخي حيثيت، د پرون او نن په اړه يې څېړنه شوې ده، په ښکلي صحافت په ٣٠٢ مخونو کې د اکسوس کتاب پلورنځي له خوا چاپ شوى دى.
له دې مخکې په لومړي ځل په ۱۳۹۳ کال کې چاپ شوى و.
د کتاب ليکوال وايي، په دويم چاپ کې يې يوه سريزه او د ډيورنډ کرښې اړوند ځيني معلومات ور زيات کړي دي.
د دغه کتاب ليکوال نذيراحمد سهار پژواک اژانس ته وويل چې په دغه کتاب کې له تاريخ مخکې دورې نيولې تر مغولو، احمدشاهي پېر، د پير روښان، ملا پاونده مسيد، فقير ايپي، بيت الله او حکيم الله مسيد تر دورې پورې ټولې تاريخي پېښې او له اوسمهال وضعيت سره يې پرتلنې راغلې دي.
هغه زياته کړه چې دغه راز په کتاب کې د ډيورنډ تړون خلاف د ملا پاونده مسيد او ايپي فقير مبارزې او په وزيرستان کې د پښتونستان هېواد د لومړنۍ ناستې څرنګوالی چې تر اوسه په هېڅ بل کتاب کې نه دی خپور شوی، ليکل شوي دي.
ليکوال په سريزه کې ليکلي: ((د وزيرستان پښتانه قبايل د خپلې سياسي او ستراتيژيکې جغرافيا له امله په ټول تاريخ کې د هند پر لور د لښکرکشيو قربانيان پاتې شوې دي.))
هغه زياته کړې چې له تېرو څو پېړيو راهيسې دلته ډېری جګړې (په هند او مرکزي اسيا کې) د انرژۍ او سرچينو پر وېش دي او دا جګړې اوس هم روانې دي.
سهار وايي: ((دا زما د شاوخوا يونيم کال زحمت محصول دی چې نن مې کتاپ په ٣٠٢ مخونو کې له چاپه راوتلی دی.))
د قومونو او قبايلو چارو وزارت مرستيال عبدالغفور لېوال د دغه کتاب په اړه وايي: ((زه د دې څېړنې اړتيا پېژندلای شم، موږ ته ښه څرګنده ده چې د اوسمهال بحران په بهير کې زموږ د چم ګاونډ تر ټولو مهمه ستراتيژيکه برخه لا هم نه ده راپېژندل شوې. د ليکوال دا هڅه خورا پر ځای او ګټوره بولم او خپرېدل يې ولس ته ښه زېری ګڼم.))
د يادونې ده، نذيراحمد سهار تر دې مخکې شاوخوا ٢٠ کتابونه هم ليکلي چې ډېرى يې په ژورنالېستيکي برخه کې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










