Language

په پکتيکا او پکتيا کې د سړک او يوې ودانۍ د جوړېدو چارې پيل شوې

ښرنه_ګردېز(پژواک،٢٩وږى٩٤): په پکتيکا ولايت کې د څه باندې يوکيلومتره سړک د رغولو او پکتيا ولايت کې د کانونو او پټروليم رياست لپاره د نوې ودانې د جوړونې چارې پيل شوې.

د پکتيکا ښاروال سيد عبيدالله سادات د ياد شوي سړک د چارو د پيل په غونډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه سړک د ښرنې ښار لوېديځ لورته جوړيږي.

د هغه په وينا، دغه سړک دوولس سوه متره اوږدوالى لري چې په اساسي توګه به د يوه کال په موده کې ورغول شي.

ده وويل چې په دې سړک به درې سوه زره امريکايي ډالره ولګول شي ،چې لګښت يې د دولت له پراختيايي بوديجې څخه ورکول کيږي.

هغه زياته کړه : ((د دې سړک په جوړېدو سره به ډير دوکانداران او نور خلک له خاورو او دوړو څخه وژغورل شي.))

د ښرنې د ښار يو تن هټۍ وال ښايسته خان پژواک ته وويل : ((زموږ د دوکانونو مخ ته  ډيرې دوړې او خاورې دي خو دغه سړک چې له خيره سره جوړ شي بيا به دوړې او خاورې نه وي.))

هغه د ښاروالۍ له چارواکو غوښتنه وکړه چې د دې سړک له جوړونې دې جدي څارنه وکړي، ترڅو په ښه کيفيت ورغول شي.

دغه راز د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د کانونو او پټروليم رياست لپاره د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په يادو مراسمو کې د پکتيا والي نصرت الله ارسلا وويل چې د دې ودانۍ په جوړونې به ١٢ميليونه افغانۍ ولګول شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه ودانۍ په يو جريب ځمکه کې په دوو پوړونو کې رغول کيږي چې يو مېلمستون، لس خونې او پخلنځی به ولري.

د پکتيا د کانونو او پټروليم رييس ميرغوث الدين پژواک ته وويل چې تر دې وړاندې ددې رياست لپاره ودانۍ نه وه او چارې يې له ستونزو سره مخ وې.

دغه راز د پکتيا د ولايتي شورا مرستيال حفيظ الله مبارز پژواک ته وويل چې تر دې وړاندې د دې ولايت په ځينو سيمو کې په ناقانونه توګه کانونه کيندل کيدل.

login or register a new account.

Related Topics