کابل (پژواک ٣١ وږى ٩٤): د افغانستان د ژورنالستانو شورا وايي، په تېرو شپږو مياشتو کې څلورو خبريالانو ته مرګ ژوبله اوښتې، لس تنه وهل شوي او تر ٤٠ ډېرو بهرنيو هېوادونو ته پناه وړې ده.
له يادې شورا څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ژورنالستانو شورا د يوې خبري غونډې پرمهال په تېرو شپږو مياشتو کې د ژورنالستانو او رسنيو پر وړاندې د تاوتريخوالي راپور خپور کړى دى.
سرچينې زياته کړې، په دې غونډه کې د افغانستان د ژورنالستانو شورا مشر حفيظ الله بارکزي وويل، چې د ملي يووالي حکومت د ژورنالستانو د خونديتوب په اړه هېڅ عملي ګام نه دى اخيستى.
ده زياته کړې، د ملي يووالي حکومت مشرانو د بيان د ازادۍ او ژورنالستانو پر وړاندې خپلې ټولې ژمنې هېرې کړې او هم دولتي چارواکي خلکو او ژورنالستانو ته له اطلاع ورکولو ډډه کوي.
د خبرپاڼې په حواله، په دې غونډه کې هغه راپور وړاندې شو، چې په کې په تېرو شپږو مياشتو کې د خبريالانو او رسنيو پورې اړوندې ١١٣ پېښې په کې ثبت شوې دي.
سرچينه زياتوي، د دې پېښو له ډلې دوه يې د وژلو قضيې دي، چې دوه خبريالان يما بهروز په بدخشان او عبدالغفار په سمنګان کې وژل شوي دي، دغه راز احمدسيرت او اذري په کابل او کندوز کې ټپيان شوي دي.
په راپور کې زياته شوې، لس تنه خبريالان په دې موده کې وهل ټکول شوي، چې ٩ تنه يې د پوليسو او درې تنه يې د ملي امنيت د کارکوونکو له لوري وهل شوي، همدارنګه ٩ ژورنالستان په دې موده کې ګواښل شوي او پنځه تنه نور په غير قانوني توګه د لنډې مودې لپاره بنديان شوي دي.
د راپور له مخې، په تېرو شپږو مياشتو کې د رسنيو پر دفترونو درې ځلې بمي بريدونه شوي، چې په پروان کې د راډيو نوين او په ننګرهار کې د راډيو حقيقت او پژواک خبري اژانس دفترونه په نښه شوي دي.
راپور کاږي، په ياده موده کې تر ٤٠ زياتو ژورنالستان خپل هېواد پريښى او بهرنيو هېوادونو ته يې پناه وړې، دغه راز ٤٠ نور په دې موده کې بې له کوم معقول عذره له خصوصي رسنيو منفک شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې پرېکړه ليک هم ولوستل شو، چې په کې له دولته غوښتنه شوې، چې پر رسنيو او اطلاع رسونې بهير باندې د سانسور پورې کولو لړۍ پاى ته ورسوي.
په پرېکړه کې ليک زياته شوې، امنيتي ځواکونه په تېرو شپږو مياشتو کې تر هر چا زيات د ژورنالستان او بيان ازادۍ پر وړاندې خنډ شوي، نو له ولسمشره غواړي چې په دې برخه کې د امنيتي چارواکو د نورو لاسوهنو مخه ډب کړي.
د پرېکړه ليک له مخې، د رسنيو ډېری برخه لا هم په واک کې د شريکو ټيمونو له سياسي تړلتياوو نه دي خلاص شوي او دا کار په افغانستان کې د بيان ازادي او د رسنيو اعتبار له منځه وړ؛ نو په کار ده، چې دولت او د رسنيو خاوندان قانون او د بيان ازادۍ ته په درناوی دې بهير ته د پای ټکی کېږدي.
يادې شورا پر حکومت، عدلي او قضايي ارګانونو غږ کړى، چې د ژورنالستانو پر وړاندې د تاوتريخوالي دوسيې په دقيقه توګه وڅېړي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










