کابل ( پژواک د تلې لومړۍ ٩٤ ) د نړۍ له بېلا بېلو سيمو څخه سلګونه زره مسلمانانو د اسلام د پنځم رکن حج لوى رکن (وقوف عرفه) فريضه ادا کړل.
دوى تېره شپه له مکې مکرمې څخه منا ته تللي وو او نن له غرمې مخکې د عرفات غونډۍ کې راټول شول او د ( لبيک اللهم لبيک) په ويلو سره يې دالله په دربار کې د مغفرت دعاګانې وکړې.
هغوى د غرمې او مازيګر لمونځ په ګډه دعرفات د نمرې په جومات کې ادا کړل او د حج خطبه يې واورېدل، له هغې وروسته د مزدلفې په لوري وخوځېدل .
مسلمانان به د ماښام او مازيګر لمونځونه په مزدلفه کې د شنه اسمان لاندې به شپه تېروي ، د اختر په لومړۍ ورځ د سهار تر لمانځه وروسته به حاجيان بېرته منى ته ځي، لوى شيطان به په اڼو وولي ، تر هغې وروسته به خپل ويښته پرې کوي او حرام به لرې کړي.
حاجيان به د اختر په دويمه او درېيمه ورځ هم شيطانان په کاڼو ولي او ترهغې وروسته به په حرم شريف کې وروستي طواف ترسره کولو سره به د حج مراسم پاى ته ورسېږي.
سږ کال له سعودي عربستان او ټولې نړۍ څخه شاوخوا دوه نيم ميليونه مسلمانان د حج فريضې ادا کولو په موخه مکې مکرمې ته تللي چې پکې ٢٤ زره افغانان هم شامل دي.
د سعودي عربستان د حج دامنيت لپاره سل زره امنيتي سرتېري ځاى پر ځاى کړي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










