منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۳ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لوى اختر لمونځ په ټول هېواد کې ادا شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۹ کتنې

کابل (پژواک، ٢ تله ٩٤): د لوى اختر لومړۍ ورځ نن (د تلې ٢مه) په ټول هېواد کې د اختر لمانځه په ادا کولو سره ولمانځل شوه

د اختر لمونځ په کابل او د هېواد په نورو ولايتونو کې په جوماتونو او عيدګاوو کې د امن په فضا کې ادا شو.

د هېواد ولسمشر اشرف غني هم د اختر لمونځ د کابينې او ملي شورا له غړو سره يوځاى د ارګ په جومات کې ادا کړ.

دغه راز د اختر لمونځ د هېواد د ښارونو او کليو په دېرى جوماتونو کې ترسره شو.

ملا امامانو او ديني علماوو د اختر لمانځه په مراسمو کې په هېواد کې د سولې، ارامۍ او ثبات لپاره دعاوې وکړې.

نن د اسيا په ګډون په عربي، اروپايي هېوادونو او امريکا کې هم مسلمانانو د اختر لومړۍ ورځ لمانځي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټولې نړۍ د شاوخوا دوه نيم ميليونه مسلمانانو له ډلې  ٢٤زره افغان زايرينو هم تېره د عرفات په دښته کې د دعا لاسونه لپه کړل او له الله ج يې د نياز غوښتنه وکړه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور