منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۶ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“هر کال به مې قرباني کوله خو سږ کال يې وس نه لرم”

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

کندوز (پژواک، ٢ تله ٩٤): کندوز ولايت کې جګړه او بې روزګاري د دې لامل شوې چې خلک د تېر کال په پرتله سږ کال د قربانۍ لپاره د څارويو له پېرلو پاتې شي او ځوانان د کار موندنې لپاره نورو هېوادونو ته مخه کړي.

 يو شمېر خلک وايي، چې د نا امنۍ پراختيا، د خلکو بېځايه کېدل، بې وزلي او بې روزګاري او د کندوز په ګډون له هېواد څخه د ځوانانو تېښته، د خلکو پر ذهنونو تور سيورى اچولى دى.

 د کندوز اوسېدونکي وايي، چې د دغه ولايت پنځوس سلنو خلکو سږ کال له همدې امله د قربانۍ لپاره څاروي نه دي پېرلي، په داسې حال کې چې تېر کلونه د خلکو اقتصادي وضعيت ښه و او ډېرى کسانو قرباني کوله.

اويا کلن سپين ږيري سيد زکريا په داسې حال کې، چې د امسا پر مټ روان و، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې شل کاله وړاندې د حج د فريضې د ادا کولو لپاره بيت الله شريفې ته تللى، له تېرو دريو لسيزو راهيسې يې ترې قرباني نه ده قضا شوې او د لوى اختر پر مهال به يې له يوې څخه تر دريو برخو پورې نيولې.

د دوه زامنو او څلور لوڼو ياد پلار زياته کړه، چې سږ کال د اقتصادي کمزورتيا او لوېديځ ته د يوه زوى د لېږلو له امله، په دې نه دى بريالى شوى چې دغه سنت پر ځاى کړي.

هغه وويل: "يو مشر زوى مې درلود چې د کور نفقه به يې راوړه، خو اوس دا چې په سفر بوخت دى او زه هم سپين ږيرى او کمزورى يم، د قربانۍ کولو وس نه لرم."

حاجي زکريا له حکومت وغوښتل، څو هڅه وکړي چې د جګړې او بې روزګارۍ ټغر ټول او د خلکو اقتصادي وضعيت ته پرمختګ ورکړي، ځوانانو ته د کار زمينه برابره او له بل لوري له هېواد څخه بهر ته د کدرونو د تېښتې مخه ونيسي.

د کندوز ښار بل اوسېدونکي شمس الدين وويل، چې سږ کال هغه هم د قربانۍ کولو وس نه لري.

ياد هټۍ وال زياته کړه: " يو پسه چې تېر کال په څلور زره افغانۍ و، سږ کال يې بيه دوه برابره لوړه شوې او د بيو د لوړېدو لامل هم بې روزګاري، نا امني او نورو ولايتونو د څارويو لېږد دى."

هغه زياته کړه، چې په کندوز کې بايد ژر تر ژره امنيت ټينګ شي، خلک اوږدمهالو کارونو ته بايد وهڅول شي او ډېرې فابريکې او شرکتونه رامنځته شي.

کندوز په شمال ختيځ زون کې له نا امنه ولايتونو څخه بلل کېږي، چې وسلوال مخالفين په کې په يو شمېر سيمو کې فعاله دي او د دښت ارچي ولسوالۍ يې له تېرو دريو مياشتو راهيسې نيولې ده.

پر دې سربېره په روان کال کې د جګړې او چاڼيزو عملياتو له امله شا وخوا شل زره کورنۍ د کندوز ولايت له بېلابېلو سيمو څخه بېځايه شوې چې د سيمه ييزو چارواکو په وينا، د يادو کورنيو له ډلې يې نيم د امنيت د ټينګښت په پايله کې يو ځل بيا خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

د کندوز د ولايتي شورا مشر محمد يوسف ايوبي هم بهر ته د ځوان کدرونو له تېښتې اندېښمن دى او په دې اړه يې وويل، چې د هغه د معلوماتو پر بنسټ؛ سلګونه ځوانان چې ډېرى يې د ښوونځيو او پوهنتونونو فارغين وو، په دې وروستيو کې د بې روزګارۍ او نا امنيو له امله کندوز پرېښى او بهر ته تللي دي.

ايوبي وويل، چې حکومت بايد امنيت ټينګ کړي او بهر ته د ځوانانو د تېښتې مخه ونيسي او دوى ته د کار زمينه برابره کړي.

خو امنيتي چارواکي وايي، هڅه کوي چې له لاسه وتلې سيمې بيرته ونيسي او خلکو ته د خوندي امنيت فضا رامنځته کړي.

د کندوز امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني وويل: "د دولت پلان په منظم ډول او د طرحې اچولو له لارې تر سره کېږي او په نږدې ورځو کې به د کندوز خلک په امنيتي برخه کې د ډېرو بدلونونو شاهدان واوسي."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور