منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۷ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

اسپانيا: افغان ښځې به له امنيت پرته پر ځان بسيا نه شي

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۹ کتنې

کابل (پژواک، ٦ تله ٩٤): اسپانيا په افغانستان کې د ښځو وضعيت د اندېښنې وړ بللى او ويلي يې دي، چې ښځې امنيت ته اړتيا لري او بايد د حرفوي روزنو له لارې پر ځان بسيا شي.

کابل کې د اسپانيا سفارت ژمنه کړې، چې له دې وروسته به له هغو پروژو سره چې د ښځو د پر ځان بسياينې لپاره کار کوي، مرسته کوي، په ځانګړي ډول له هغو پروژو سره چې په لرې پرتو نا امنو سيمو کې د ښځو د سواد زده کړو لپاره فعاله دي.

د اسپانيا سفير ايميليو پيريز ډي اګريداEmilio Perez de Agreda په هغه خبري ناسته کې چې نن په کابل کې تر سره شوه، وويل چې هغه وړانديز چې په کابل کې د اروپايي ټولنې په ناسته کې موده وړاندې مطرح شو، د ښځو پر استخدام او دوى ته د کاري فرصتونو پر موندلو ټينګار درلود.

 هغه زياته کړه: "افغانستان کې د ښځو وضعيت د اندېښنې وړ دى او که چېرې امنيت شتون ونه لري نو ښځې به هيڅکله هم پر خپلو پښو ونه دريږي."

 درې اونۍ وړاندې د کابل ښار په پنځمه ناحيه کې د اسپانيا سفارت په مرسته د ښځو د بسياينې لپاره د رياضي او د سواد د زده کړو يوه شپږ مياشتنۍ دوره پيل شوه، چې کار يې په ښه توګه سره روان دى او ښځې به له دې لارې حرفه زده کړي او پر ځان به بسيا شي.

 د افغان ښځو د همغږۍ او پرمختګ موسسې "AWCPO" مشرې شکريه جلالزۍ چې د دغې پروژې مشري کوي، وويل چې په دغه روزه نييزه دوره کې ٢٠ زده کوونکې او ١٠ استادان په زده کړو بوخت دي، چې يادې زده کوونکې په نږدې راتلونکې کې فارغې او د ښوونکو په توګه به فعاليت پيل کړي او نورو ښځو ته به زده کړې ورکوي.

 هغې د اسپانيا له سفارت وغوښتل چې له افغان ښځو سره ګام په ګام مرسته وکړي، ځکه تر اوسه پورې افغان ښځې د بېسوادۍ په برخه کې ډېرې ستونزې لري.

 مېرمن جلالزۍ پژواک خبري اژانس ته وويل، له حکومت غواړي چې په کليو او بانډو کې ښوونيز ، حرفوي او مسلکي کورسونه پرانيزي، څو ښځې پر خپل ځان بسيا شي او له خپلو مېړنو سره په مرستې کولو يو ځاى سوکاله ژوند ولري.

 د يادې موسسې مشرې که څه هم له نړيوالې ټولنې مننه وکړه، چې په تېرو ١٤ کلونو کې يې له افغان ښځو سره ډېرې مرستې وکړې، خو زياته يې کړه: " که چېرې نا امني شتون ولري، مرستې نه معلوميږي."

 هغې وړانديز وکړ، چې نړيواله ټولنه د پرمختګ "Promote" پروګرام چې د افغان ښځو د پياوړي کولو لپاره ٢١٦ مليون ډالره بوديجه لري، د هېواد نا امنه سيمو ته  وغځول شي.

 د سرچينې په وينا، افغانستان کې د ښځو پرمختګ بېلابېل اړخونه لري، لکه ټولنيز، فردي، حقوقي، قانوني او اقتصادي اړخونه او يو مهم اړخ يې د يوه شغل په پيدا کولو سره د دوى اقتصادي پرمختګ او د بې وزلۍ له منځه وړل دي، ځکه دوى ته د شغل پيدا کول کولى شي چې پر بې وزلۍ او پر اړخونو يې ډېر اغېز ولري.

د اسپانيا سفير وويل، چې د روان زېږديز کال د سپټمبر په ٢٠ مه، اروپايي ټولنې د ښځو، سولې او امنتيت په اړه د ملګرو ملتونو سازمان دامنيت شورا د ١٣٢٥ هوکړه ليک په ملاتړ د عملي کولو په اړه ناسته تر سره کړه.

 د هغه په وينا، دغه يو تاريخي هوکړه ليک و، چې په ٢٠٠٠ زېږديز کال کې تصويب شو او له هغه وروسته د ډېرو هېوادونو له لوري لاسليک شو او افغانستان هم د دغو هېوادونو په ډله کې شامل شو او د روان کال د جون  په ٣٠ مه، ولسمشر اشرف غني د ياد هوکړه ليک د عملي پروګرام د بهرنيو چارو په وزارت کې پيل کړ.

 اګريدا وويل، چې اوسمهال د ياد هوکړه ليک پنځلس کاله تېر شوي او څرنګه چې اسپانيا په راتلونکې مياشت کې د ملګرو ملتونو د ملي امنيت شورا مشري پر غاړه اخلي، له افغان ښځو سره د مرستو په برخه کې به ځانګړې پاملرنه وکړي.

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې