کابل (پژواک، ٧ تله ٩٤): د افغان حاجيانو ٥٧٢ کسيزه لومړۍ ډله تېره شپه له سعودي عربستانه کابل ته را ورسېده.
دغه مطلب د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي مرستيال داعي الحق عابد پژواک خبري اژانس ته څرګند کړ.
هغه وويل چې د افغان حاجيانو لېږدوونکې يو الوتکه تېره شپه يوه نيمه بجه د کابل هوايي ډګر کې کېناسته.
د نوموړي معلوماتو له مخې، ټاکل شوي چې نن هم شاوخوا زر افغان حاجيان هېواد ته راستانه شي.
هغه زياته کړه چې د ٢٤ زرو افغان حاجيانو د لېږد بهير به ٢٥ ورځي وخت واخلي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د حاجيانو لېږد په بهير کې کومه ستونزه شتون نه لري او ټاکل شوې چې هره ورځ له سعودي عربستانه افغانستان ته دوه يا څلور پروازونه د اريانا هوايي شرکت له لوري کابل، هرات، بلخ او کندهار هوايي ډګرونو کې ترسره شي.
تېر کال هم له ٢٤ زرو څخه زيات افغانان د حج ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو.
په داسې حال کې چې نړيوالو رسنيو راپور ورکړى و چې د شيطان ويشتلو (جمرې) په مراسمو کې د وژل شوو حاجيانو شمېر څه باندې ٧٦٩ تنو رسېده؛ خو د هېواد د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ياد مقام وويل چې په دې پېښه کې يواځې دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ورک دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج رييس فيض محمد مختار دوه ورځې وړاندې پژواک ته ويلي و، چې د حج په مراسمو کې ټولټال ٢٢ افغان زيارت کوونکي وژل شوي او ښايي چې شپږ نور ورک شوي افغانان هم وژل شوي وي.
نوموړي همداراز ويلي وو چې د حج په مراسمو کې ١٠ کسان په طبيعي مرګ، ١٠ کسان د کرن راخورځېدو له امله، يو نارينه او يوه ښځه د شيطان ويشتلو (جمره) د مراسمو د ترسره کولو پر مهال وژل شوي دي.
د لوى اختر په لومړۍ ورځ کله چې زيارت کوونکي د شيطان ويشتلو ځاى ته ورسېدل، ګڼه ګوڼه جوړه شوه او يو شمېر حاجيان تر پښو لاندې شول.
سعودي عربستان وړاندې اعلان کړى و چې په دې پېښه کې ٧٦٩ زيارت کوونکو ژوند له لاسه ورکړى او ٩٣٤ نور ټپيان شوي چې ډېرى يې په ترتيب د ايران، مراکش او هندوستان زيارت کوونکي دي.
د سږ کال حج په مراسمو کې له ټولې نړۍ څخه د ٢٤ زرو افغانانو په ګډون شاوخوا دوه نيم ميليونو کسانو برخه اخيستې وه.
نوموړي زياته کړه چې ټاکل شوې حاجيان په ٢٦ راتلونکو ورځو کې کابل، لوګر، پکتيا، پروان، دايکندي او د څلورو زونونو په کچه بلخ، کندهار، هرات او کابل ته راستانه شي، د هرات پر هوايي ډګر د بيارغونې کار روان دى، ښايي حاجيان کوم بل هوايي ډګر ته ولېږدول شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









